قاري هلالي آغا


Channel's geo and language: Iran, Persian
Category: not specified


ملګـــرو دلـته به زمــا ګــوډ او مـــات شعـــرونه درته نشـــریږی
ستــاسو ددعـــاو په هیـــله
قـــاري هــــلالي آغــا

Related channels

Channel's geo and language
Iran, Persian
Statistics
Posts filter




Forward from: Unknown
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

ليست خاص دځانکړو چينلونونه جوړ شوی
محترمو مينوالو دټولو خوږژبو نعتخوانانو اوشاعرانو او تخنیک تنظیمات رسمي چينلان
دی اوس په پره اخلاص ورسره ملګری شی


لیست پسی {3} ساعت نشریات منعه❗️
لیست {12}  ساعت بعد حــذف کړی❗️

مسٶل مات رنځور صیب
په ليست کي ده کډون لپار دلته راشی♡
{ @Ashuofsus_732 }






النبوي اداره یې وړاندي کوي
نوې خوندوره ترانه د الفاروق ځواک په آړه

کسر
اتلان اتلان فارغ له اعداد
اتلان اتلان ساتي خپل هیواد
درومي مخ په وړاندي د رب په امداد
داده الفاروق ځواک تل غواړو آباد

ترانه ویونکی
مولوي عبدالصمدصمیم
شاعر: قاري هلالي آغا
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131


مزه یې نشته ټوله خلګ عجبه خفه دي
په دې سړي پسي خپلوان او بېګانه خفه دي

لکچي داسړی بېخي ډېرښه د کار سړی وو
ځکه د کار خلګ یې ټول په بېلتانه خفه دي

د آزادۍ بلبل نغمې د خوشحالۍ نه وایي
بدري شهیدشو پرې د بدر صُحابه خفه دي

ماداسي غم په ټوله ژوندهیڅ وخت لیدلی نه وو
اوس چي مي ولیدټولي کېڅي مي دزړه خفه دي

شهید اشنا چي له فاني دنیاګۍ کډه کړې
خواږه یاران ورپسي خدایه همېشه خفه دي

چي شهادت نه هلالي آغا ته پاتي شولې
یادي بخت نه دی زورور او یادي مړه خفه دي

هلالي آغا


Video is unavailable for watching
Show in Telegram


Video is unavailable for watching
Show in Telegram


Video is unavailable for watching
Show in Telegram


اتلان اتلان فارغ له اعداد
اتلان اتلان ساتي خپل هیواد
درومي مخ په وړاندي د رب په امداد
داده الفاروق ځواک تل غواړو آباد

ولي تل په غشو ځالي د فساد
باسي تر لیندیو سینه د الحاد
هر ځای کي ولاړدی کلک لکه فولاد
هر د دین دښمن یې کړ تباه برباد

تدریب او تمرین کړي ټول په اتحاد
دغه پوځ دي تل وي خدایه زنده باد
بڼ د معسکردی وي دي آباد ښاد
څومره ښه ویشتل کړي ښه په استعداد

اخلي قدم اخلي په ناز او آزاد
شورکوي تپېږي ستوري د جهاد
په لمبو مئین دي نه کوي فریاد
سرو اورو ته دانګي ځي تر خپل مُراد

نه پرېږدي نوردلته هیڅ رنګ استبداد
نه غواړي چي چا ته مشکل شي ایجاد
ټول اولس پرې کړی باور اعتماد
کړي به یې ساتنه د مال او جایداد

نشته پکي نشته ځای د انتقاد
نشته پکي نشته کینه او تضاد
آرزي هلالي آغا په اوصافو زیاد
دغه دخپل رب دي مخلصین عباد

هلالي آغا






د پاک الله رحمت ورباندي اُوري
قربان قربان
ځلېږي فاضلان لکه سپین ستوري
قربان قربان

څه ښکلي تاثِرات يې په څهرو کي معلومېږي
د علم برکت دی فیوضات پرې را ورېږي
جلوې ترې پورته کېږي نوري نوري
قربان قربان

قربان یې شم خالقه څومره ښکلي فاضلان دي
قطار قطار روان دي ښائسته لکه ګلان دي
پګړۍ یې بعضي سپیني بعضي توري
قربان قربان

له ډېرو مودو وروسته نن رسېږي تر ارمانه
دستار د فضیلت ږدي په سرونو پاک سبحانه
خوشحاله غوندي ښکاري له هر لوري
قربان قربان

داڅه ښکلی محفل دی داڅنګه خوشحالي ده
د ښکلو فاضلانو څه خوږه دستاربندي ده
په مینه او مسکا راته راګوري
قربان قربان

راځی چي ترېنه تاوکړوډک له میني غبرګ لاسونه
په غاړه ورته ورکړو هلالي آغا هارونه
پرې وه شیندو ګلونه په زړه پوري
قربان قربان

هلالي آغا


ـ1402/ 10/1
نوي خونده وره ترانه
په نوي خونده ور کمپوز کي کرښي
ده ښاغلي قاری هلالی اغا هيله ده
چي ده خوښي وړ مو وه ګرځي

کســـر.....
که مرګی پريښودم یویه نه وړم
تـابه په پالم ستا به ساتنه کوم
ګــرانه هیـواده ته ډاډه اوسیږه
ستا ده زخمونو به درملنه کـوم

ترانه ويونکي..!
مولوی عبدالصمد صمیم
شاعر قاری هلالی اغا

❗️یادونه؛
دا ترانه په ډیر ښه او کېوبېس جوړښت کې ده

#مولوی_عبدالصمد_صمیم_چینل
T.me/Abdul_samad2731




#ډیر ژر.......إن شاء الله




النبوي اداره یې وړاندي کوي

نوي ښايسته ترنم

کسر

مدام ساتمه خپله خاوره له پردیو
د غرب له ګډاګیو قوي مي ننګ ایمان دی

اواز د : مدني اشنا
شاعر : هلالي آغا

*
#حاجي_شریف*
*
#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


‏فایل صوتی از طرف شاعر قاري هلالي آغا


نازنین افغانستانه


تر هرڅه راته ګران یې ګلورین افغانستانه
همېش د امن کور شې نازنین افغانستانه

په اواز دنعمت الله سحر

شاعر محترم هلالي آغا
صاحـــــب

https://t.me/Allsahar03479829795

20 last posts shown.