زرین تاریخ مو په پګړیو او شملو ودان دی
افغانســـتان مې د ایمان په ولولو ودان دی
لا په دې کلیو او ښارونو کې اسلام ژوندی دی
لا مو جومات په آذانونو، تکبیرو ودان دی
اسلام مو تن اسلام مو روح اسلام مو ننګ بللی
دلته ژوندون د پاک قرآن په آیتو ودان دی
هسکې شملې مو لا تر اوسه چا ته ټېټې نشوې
لا پخوانی برم د سترو پښتنو ودان دی
د دین دفاع ته لا سرونه نذرانه ورکوي
د حق کاروان مو په سپېڅلو شا زلمو ودان دی
د یوسفی ښکلا طالبه خدای دې مه نړوه
زړه مې ستا حسن ته جانانه په کتو ودان دی
اشنا (عاکف امارتي) قلم دې مه ماتېږه
د غزل کور دې په سپېځلیو حماسو ودان دی