عاڪف امارتی


Channel's geo and language: Iran, Persian
Category: Religion


دعاکف امارتی دتلگرام چینل کې ګډون وکړي وخت پر وخت حماسي شعرونه نبوي نعتونه او دخوږو نعتخوانانو په زړه راښکونکو آوازونو ترانې واورئ

Related channels

Channel's geo and language
Iran, Persian
Category
Religion
Statistics
Posts filter


ای دالله د رحـــــــمـــتو څښــــتـنـه
ای درنـــــځور ولـــس درمــان فاضله
د پاک رســـــول دوراثت پــــګړی ده
خیال به یی ساتی په ماګران فاضـــله

غـــمازان ګــــوری داتهام په سترګو
داســــپین لباس درنه داغــــدار نشی
خـپل روڼ مسیر ته به دی ځیر اوسیږی
پام چـــــــی امــت درنه بیزار نشـی

امــــر او نهــــی به په هـــغو کوی
څه چـــــی ویلــــی پاک قرآن فاضله
دپاک رســـــــول دوراثت پـــکړی ده
خیال به یی ساتی په ماګران فاضـــله

دپاک ایــــمان په نــور روښانه ډیــوه
خیال به سـاتــــی چـی درنه تته نشی
دخــــپل هــــدف هــا مستقیمه لاره
په څه شـــــــبهو درنه غــلطه نشـی

شیـــــطان هر لور درته دامونه ایښی
محـــکم به ساتی خــپل ایمان فاضــله
د پاک رســــــول دوراثت پـــګړی ده
خیال به یی ساتی په ماګران فاضــله

ســــــتا دعــمـرونو تکلـیفونو ارمـان
دادی نصـــیب دی شو سپیځلی دسـتار
دمـــــــبارکــو اســــتادانـو په لاس
دی په ســــر کــیږده نازولــی دستار

درته لاســـــوکـی یــی ګلان راوړی
صـف صـف ولاړ دی طالـبان فاضـــله
دپـاک رســــــول دوراثت پـــګړی ده
خــیال به یی ساتی په ماګران فاضـله

په هــــر يو ول یـی انــوارونه اوری
اوس یــی په مـینه تبریکــــی درکوم
خـــدای دی مصدر دعلم جوړ کړه اشنا
عــــاکف بیا بیا مـــــبارکی درکــوم

د امـــــــیدو غــوټی دي وسـپړیدی
شـــولو پوره دی لوی آرمـان فاضــله
دپاک رســـــــول دوراثت پــګړی ده
خـیال به یی ساتی په ماګران فاضــله

ای دالله د رحــــــمـــتو څښــــتـنـه
ای درنــــځور ولـــس درمــان فاضله
د پاک رســـــول دوراثت پــــګړی ده
خیال به یی ساتی په ماګران فاضـــله


د عرفان او مدنیت بلې ډيوې دي مدرسې
که ناجي دبشریت دي مدرسې دي مدرسې

مدرسې مو د اسلافو مبارک نقش او قدم
مدرسې د جهالت تورو تیارو ته صبحدم
مدرسې مو له اسلافو راته پاتې په میراث
مدرسې دي د صوفې له اصحابانو سره ضم

د ګلونو ګل غوټیو مجموعې دي مدرسې
که ناجي دبشریت دي مدرسې دي مدرسې

مرکزونه دي د زهد، تصوف او ربانیت
د اسلام د شعائرو د احياء او د رفعت
انګازې وي د تعلیم د قال الله قال الرسول
ترې خوریږي په هر لوري قوانین د شریعت

په دې خاوره د الله د نور جلوې دي مدرسې
که ناجي دبشریت دي مدرسې دي مدرسې

د هر جهل تاریکیو ته ځلانده لکه لمر
مدرسې به درنه جوړ کاندې وارث د پیغمبر
شې به شاه ولی الله یا مولانا تهانوي
یا مرحوم جلال الدین او یا ملا محمد عمر

د جهاد او سرشندنې سرچینې دي مدرسې
که ناجي دبشریت دي مدرسې دي مدرسې

دا کاږه واږه پټکی او دا ګلونه طالبان
دي د دغه مدرسو او مسجدونو شاګردان
جاهدوا او قاتلوا له سیپارو نه په الهام
دي د پاک رسول الله له مبارک دین نه قربان

د عاکف امارتی د زړه ټوټې دي مدرسې
که ناجي دبشریت دي مدرسې دي مدرسې


ګلونو فاضــلانو مــــبارک درب رحــمت مو
میراث دپیغمــبر سپینکی دسـتار فضیلت مو

دخــــدای ددین ګلانـــــو
سپیڅلـــیو طالــــــــبانـو
ټیټ کړی ســـتی اکرام ته
وزرمــــــــــــــلائکانــو

له زرو عابدانو څخه لوړ دی مــــــنزلت مو
میراث دپیغمـبر سپینکی دسـتار فضیلت مو

زمونږ دمــــلک اعزاز شوی
زمــــونږ دزړونو راز شوی
ویجــــاړغـــمجن اولس ته
دنوی ژوند اغاز شــــــوی

ثابت درب په قــول ارتــــــقا اوفـوقیت مو
میراث د پیغمبر سپینکی دســتار فضـیلت مو

داعــــلم لـوی جوهـــردی
مــــشال دبحـــر اوبر دی
ناجــــی دبشــــــریت دی
مــــحراب دی هم سنګردی

هم واردی په اغیاروهم دفاع له خپل ملت مو
میراث دپیغمبر سپینکی دســتار فضـیلت مو

فــارغ شـولــــی سنګر ته
د ننــــګ غــیرت ډګــر ته
ټــــوپک او کـــتاب دواړه
بــه یــو ځای وړی ممبر ته

خوراک دوسوسونه شی احساس اوحریت مو
میراث د پیغمر سپینکی دســـتار فضیلت مو

په غـــــاړه کــی ګــلونه
په ســـــر سپین دستارونه
دپـــاک الله انــــعــام دی
جپری وباســـی شـــکرونه

عاکف امارتی وایی تبریک دالوی عـزت مو
میراث دپیغمبر سپینکی دسـتار فضیلت مو


لکه د حـــــــــــــورې عینا تورې سترګې
نن مې یادیږی د چـــــــــا تورې سترګې

د خـــــــــــــیال دنیا پسې تللـــــــی یمه
که مې کړې چـــیرته پیدا تورې سترګې

چې د کجــــــــــــــــلو لوپته په سر کړي
بیا خــــــــــو نو بارک الله تورې سترکې

نو خـــدای خو شته زما خو زړه ورانوي
ای! ستا خـوښېږي رښتیا تورې سترګې؟

شنې سترګې خړې هم د خدای پیدا دي
خو زما خــــــوښېږی تنها تورې سترګې

زما د جانان سترګــــو کې بېل تأثیر دی
شـــــــــته په دنیا کې بالا تورې سترګې

زما په زړه تل یرغلونه کـــــــــــــــــــوي
(ملا عاکفه) د ســـــــــــتا تورې سترګې


د سکون شمال لګیږي په دې خاوره
ګلابونه زرغـــــــــــونیږی په دې خاوره

د افغان ټبر دامــــــن آرامګا شوه
ستړې هیلې پوره کیږي په دې خاوره

د صلیب د نشان بېخ او بنیاد ورک شو
د توحید بیرغ رپیږي په دې خاوره

د اســــــــــلام د لښکرونو لومړۍ برخه
د بریا پر منار خـــــــــــیژی په دې خاوره

ستر ارمان زمونږ د تللیو شهیدانو
نن تر خپل منزل رسیږی په دې خاوره

زما وطن ته رب ورکړی ستر اعجاز دی
هر مغرور قوت ماتیږي په دې خاواره

که سهار دی که ماښام له ښکلا ډک دي
یو له بله خوښۍ زیږي په دې خاوره

بیا (عاکف امارتي) د خدای په فضل
شریعت به نافــــــــــذیږي په دې خاوره


زرین تاریخ مو په پګړیو او شملو ودان دی
افغانســـتان مې د ایمان په ولولو ودان دی

لا په دې کلیو او ښارونو کې اسلام ژوندی دی
لا مو جومات په آذانونو، تکبیرو ودان دی

اسلام مو تن اسلام مو روح اسلام مو ننګ بللی
دلته ژوندون د پاک قرآن په آیتو ودان دی

هسکې شملې مو لا تر اوسه چا ته ټېټې نشوې
لا پخوانی برم د سترو پښتنو ودان دی

د دین دفاع ته لا سرونه نذرانه ورکوي
د حق کاروان مو په سپېڅلو شا زلمو ودان دی

د یوسفی ښکلا طالبه خدای دې مه نړوه
زړه مې ستا حسن ته جانانه په کتو ودان دی

اشنا (عاکف امارتي) قلم دې مه ماتېږه
د غزل کور دې په سپېځلیو حماسو ودان دی


ماښام ښکلی سهار ښکلی
کلی ښکلی دی ښار ښکلي

د ګودر غاره ښایسته ده
منګی ښکلی چنار ښکلی

حجرې په زلمو  ښکلې
د جومات دنګ منار ښکلی

ستا د پت لوپټه ښکلې
زما د برم دستار ښکلی

د یار تورې سترګې ښکلې
ګلاب رنګه رخسار ښکلی

میکدې دې اور پسې شي
ستا د مینې خمار ښکلی

ګران (عاکف امارتې) مې
له دې ښکلو بسیار ښکلی


د عظمت نوم دې را نسکـــــور نشي
پام چې دا سپین کالي دې تور نشي

زړګیه پام ستره دعـــــــوه دې کړې
خپله دعـــــــــــوه درته پیغور نشي

دا ملت ســـــتا ها مسلمان ملت دی
درنه آزار مســـــــــــلمان ورور نشي

عقل دې ونخـــوري دوخت رنګینۍ
د بصیرت دوربین دې کـــــور نشي

ځان کړه خادم د اســـلامي جامعې
زړه کې دې بل د قــــدرت اور نشي

بیا دې شهید سره وفا چـــــیرته ده
چې د یتیم زړه یې ټکــــــــور نشي

بابا یې هېر دی اوس یې نه یادوی
پام دا واړه چې بیا په شـــور نشي

د نبوي نسخې نه ګټه واخــــــــــله
زړونه ګټل چــــــیرته په زور نشی

ای د (عاکف امارتي)  قلـــــــــــــمه
د ستا لیکل دې هېڅ سانسور نشي


آذان کیږي د جــــــــــــــومات له منارو نه
قانون جــــــــوړ دی د قرآن له سیپارو نه

د پټکي شـــــــــــــمله حاکمه پر هیواد ده
ارګ دی ډک له منورو قـــــــــــــــــوارو نه

بیا د میني ښاپېرۍ په نڅا راغـــــــــــــله
د نفرت دېبان وتلــي له ښـــــــــــــــارو نه

دشیطان د میو جــــــــام سر په تندي دی
مونږ اوبه چــــښو د زمزم له فـــــوارو نه

د نسیم د شپیلۍ غــــــــــږ لکه جنت کې
په خـــــوند خـــــیژی له نښترو چنارو نه

د ســـــکون فضا حاکمه پر هـــــــېواد ده
خدایه شکر وطن خلاص شو له تیارو نه

طالبي مینه خــــــــــــــوره په لر او بر ده
ګلان شیندي د قـــــــــــــدرت له کنارو نه

د (عاکف امارتي) خـــــــــــــــــوږو ملګرو
واه قربان مو له دې سپینو دســـــتارو نه


چاپېرې مې دزړه له دائېرې دي څومره ښې دي
د چا د مبارک ژوند خاطرې دي څومره ښې دي

د عصر له ښــــــــکلاوو د حجاز سابق منظر ته
روانې د خـــــــــیالونو قافلې دي څومره ښې دي

هر خوا ښکلا ښکلا ده هر طرف جانان جانان دی
کوڅې د مدینې منورې دي څومره ښې دي

یو کیف د تجلا د یار په کلی کې ملمه دی
وږمې د الهي مینې خورې دي څومره ښې دی

صدیق دی او عمر دی له سپوږمي چاپېره ستوری
د مینې اسمان څکې ارادې دي څومره ښې دي

د ټکنده غرمې سکوت شي مات په تکبیرونو
بلال دی د آذان خوږې نعرې دي څومره ښې دی

آسونه شڼهار دی ستر خالد دی او ضرار دی
غزا ده او لیندۍ،  تورې نېزې دي څومره شې دی

عاکف امارتي د چا په یاد کې دې ژړلي
دا سترګې دهم دواړه تکې سرې دي څومره ښې دي


جانانه ســــــتا پیغور په څه راکوي
ړنده دنیا پیغـــــــــور په څه راکوي

زه ګنهګار بلــــــــبل په ګل مین یم
د دې ګـــــــناه پیغور په څه راکوي

په تقدس یې اســـــــــــمانونه قائل
نو د مــــــــــلا پیغور په څه راکوي

زه هم انسان یم زړه کې شور لرمه
د یوې خــــندا پیغور په څه راکوي

زه دا بدرنګه دنیا نه ګــــــــــــورمه
د نابینا پیغـــــــــــور په څه راکوي

دا په تورتم کې اموخــته خفاشان
د سپین صــبا پیغور په څه راکوي

ما خو وطن له بلاګانو خلاص کړو
د دې بلا پیغــــــــور په څه راکوي

(ملا عاکـــــفه) په ظاهر ملنګ یم
دوی د ګــــدا پیغور په څه راکوي


رحـــمتونه را وریږي پر منار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې

د اسلام له ګلبڼونو ټوکــېدلي دی ګلان
ارغـــــــــوان او ګلابونه نازولی طالبان

شـکر بیا را رسېدلی دی بهار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې

سرمایه د آخرت ده سعادت ددې دنیا
علم غوره دی له دې فاني دنیا او مافیها

له تمام جهان نه لوړ بولم وقار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې

د سپېځلی تقدس راز یې دی پروت پر روڼ جبین
مدرسې مو مشالونه د دنیا او هم د دین

په صراط المستقیم دی ټول رفتار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې

مدرسو باندې ژوندی دی د نړۍ مسلم امت
ترې خوریږي رڼاګانې د اسلام د بصیرت


ای ( عاکف امارتی ) شه خدمتګار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې


پوره شعر

دا چې یې نن فاتحانه دستار په سر وهلی
دې میړنو د یوه ستر کــــــــفر لښکر وهلی

دنګې شملې یې ربه دنګې کړه را ماتې نشي
و همتو ته یې سلام شمشاد، سپین غر وهلی

داسې لله فی الله ځوانان په (۲۱) قرن کې
د دین نفاذ ته یې په کُل معنې ټټر وهلی

د ا ایثار او قربانۍ د باب سپېځلی ستوري
په یبلو پښو یې د وطن سمه او غر وهلی

د آزادۍ بیرغـــــــــــــــــــــه ورپیږه ورپیږه
امن راغــلی دی چې تا سپینکی وزر وهلی

مغروره نه یو توکل مو په الله باندې دی
مونږ د هغه په مرسته هر یو ستمګر وهلی

ملا عاکف امارتي غزل دې بیا ګلرنګ دی
بیا دې د چا په حماسو باندې نظر وهلی


یو دانه تازه شعر

فلادي هــوډ او عقېدې کلکې متینې لرو
لا په بدن کې د وطن دفاع ته وینې لرو

احرار سرونه مو تر اوسه چاته ښکته نه شول
موږ افغانان د حریت مراندې سنګینې لرو

امپراطوریو مو عزمونو ته سجدې اېښې دي
د تاریخ پاڼې د غیرت به رنګ رنګینې لرو

د نړیوال اتحاد ستر قوت مو و پرځاوه
مونږ د غیرت یادګار ددې فتحې مبینې لرو

په شیطانانو مو تکبیر لکه د تندر پریوزي
قدم ثابت، هدف رسا، ایرادې سپینې لرو

د شاهیکوټ او د ګوربت لمن سنګر سنګر ده
مونږ د سپین غر او د شمشاد څوکې واورینې لرو

څوارلس پېړۍ مو د اسلام سیوره کې ژوند کړی دی
ملا عاکفه زړونه ډک د خدای له مینې لرو


Forward from: Alasar channel
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

محترمو مینوالو د ټولو خوږو نعتخوانانو اوشاعرانو رسمي چينلان دي
په مينه ورسره ملګري شی
په دي نوامانو چي کوم نورچينلان جوړسوي ټول جعلي دي

مولوي ضياء الرحمن مدني
https://t.me/ZiaUrahmanMadani
شاعر.هدایت الله طلــحه
https://t.me/hedayat_talaha
شاعر.شعیـب شهــامـت
https://t.me/shoaibshahamat
شاعر.الفـــت جـــــان
https://t.me/malangulfatjan786
سید محبوب شاه آغا
https://t.me/mahboobagha786
قاري منصور غزنوي رسمي چينل
https://t.me/mansorghaznavi123
قاري محمد خالد منعم
https://t.me/Qarikhalid
دسلطان صلاح الدين ايوبي رحمه رسمي چينل
https://t.me/Salahuddinayubi123
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasarchannel
العصر يوټوب چينل
https://youtube.com/channel/UCnpMFu-N42fnjOkYikUBGjQ
العصــــر بصري څانګه
http://t.me/alasar_basri_sanga
مولوي سید سبحاني آغا
https://t.me/subhaniagha
مولوي نصرت الله نصرت
https://t.me/NaratullahNasrat
مولوي عبد الواسع صميم
https://t.me/samemeparhar
مولوي شمس الرحمن مستغفر
https://t.me/mustaghfir786
السحر خپرندویه ادار
https://t.me/AlSaharKhpernion
مولوي عبدالصمد صميم
https://t.me/Msamadsamim786
مولوي عبد الجامع مجروح
https://t.me/majrohtarani
مولوي عصمت الله جهاد مل
https://t.me/asmatullahjahadmal
قاري علامحمد اسیر
https://t.me/Allamahmmd2
انس حيدري
https://t.me/anasa_hadari
قاري ملا محمد جلات مزمل
https://t.me/qarimulajalatmozamil
مولوي حسان احساني
https://t.me/HassanIhsani210
عبدالنافع نعمان
https://t.me/abDulnafynoman
مولوي نقيب الله ذاهد
https://t.me/Naqibullahzahid
قاري سعید غزنوي
https://t.me/qarisaeed123
دقاري منصور.او خالدمنعم مشترکه چينل
https://t.me/Jalibitarani
مولوي رضوان الله فیضاني
https://t.me/Faizani_Midiaa11
حافظ عبدالغني شبير
https://t.me/AbdulGhaniShabir
حافظ احسان الله وثيق
https://t.me/wasiq66
محمد امين عمرخيل
https://t.me/mohammadaminomirkhil
شاعر.سید درمل
https://t.me/DarmalDarmal123
شاعر.سیف صدیق
https://t.me/Saifsadeeq
شاعر.بدر الدین ځلانـــــد
https://t.me/zaland33
شاعر.راشد مشفق
https://t.me/rashidmushfiq123
شاعر.خالد وزير
https://t.me/Khalidfz
شاعر.مستغفر گربز
https://t.me/mustaghfergurbaz
شاعر.ياسر يوسف
https://t.me/YaasirYousuf
شاعر.مخبت وردګ
https://t.me/Mukhbetwardak
دردمن خوستوال
https://t.me/DardmanKhostwal
حافظ ابراهيم همدرد
https://t.me/ibrahimhamdard
کرامت الله کريمي
https://t.me/karamatullahkarimi123
قاري نعمت الله سحر
https://t.me/AlSaharKhpernion12
دانش ملنګ
https://t.me/Danishmalang2
عزيز الرحمن آياس
https://t.me/Ayas_Aziz
قاري محمد صادق دلشاد
https://t.me/mohammadsadeqdelshad
قاري روح الامين
https://t.me/Ruholamen_nathuan
عبدالقدوس منقاد
https://t.me/AbdulQudoosMunqad
مولوي مامون
https://t.me/maamonmalwisaahiB
عاکف اماراتي
https://t.me/akefemarati
عبدالباقي مهاجر
https://t.me/abdulqimohajer
منصور آغا شهاب
https://t.me/mansoraghashahab
مولوي حنيف مظهري
https://t.me/HANIFMAZHARY2
عتيق الرحمن جمال
https://t.me/Atiqrahmanijamal
ذاکرځلاند
https://t.me/zakirzaland33
سيحان کندهاری
https://t.me/sehankanhare
وحید الله وحيدي
https://t.me/wahidi_janan
مولوي محمد شفيع ظهير
https://t.me/zahirashna
أحمد الله نثار
https://t.me/Nisar333
عبدالجليل جنيد
https://t.me/ajaliljunaid
شاعر مخلص کډوال
https://t.me/Khalid_jan_313
شاعرحقاني کوثر
https://t.me/Haqanikosar
شاعر محمد خان محب
https://t.me/mohammadkhanmuhib
قاري قاضي ملا عادل
https://t.me/joinchat/AAAAAEv_Stesh5pc05v6qw
قاري ضياء الحق حامد
https://t.me/joinchat/AAAAAEuKfCUp1ZQ8_De7ww
سيف الرحمن تايب
https://t.me/taibzadran
دځوان اوتکړه مبارز
وړوکي اماراتي
https://t.me/Imarati01


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
نوي عام نظم

اي زما دزړګي سره رانه ورکه
چيرته لاړلي دلبره رانه ورکه

غږ حافظ وهاج ملنګ
شاعر ملا عاکف امارتي
#العصردترانو سترمرکز
https://t.me/alasarchannel




Forward from: Alasar channel
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

1 دا چې یې نن فاتحانه دستار په سر وهلی
2-نه پوهیږم چی په سه ورپسی راسي

اوازحافظ احسان الله وثیق
شاعران عاکف امارتي.هادی اشنا
#العصردترانو سترمرکز
https://t.me/alasarchannel


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
نوی ښکلی نعت شریف

چاپیري مي دزړه له دائرې دي څومره ښې دي
دچادمبارک ژوندخاطرې دي څومره ښې دي

عليه الصلوٰة والسلام
شاعرمحترم عاکف امارتي
ترنم کړی قاري محمدخالدمنعَم
#العصردترانو سترمرکز
https://t.me/alasarchannel


Forward from: Alasar channel

20 last posts shown.

1 420

subscribers
Channel statistics