ده لۀ کابله تر اټکه پورې
بیا لۀ اټک تر بُتخانې، واوره
ای پنجابیه دا زما وطن دی
نورې دې نۀ منم بانې، واوره
دا پښتانۀ دومره کمزوري نۀ دي
دوی ماتې کړي زمانې، واوره
ماته به خپله څېره نۀ بدلوې
د وخت خاینې آئینې، واوره
خیر دی لږ نور انتظار هم وزغمه
ای زما خورې پښتنې، واوره
پکې احمده وي، د عشق داستان
تۀ خو زمونږه ترانې، واوره
@ahmad_safi3
بیا لۀ اټک تر بُتخانې، واوره
ای پنجابیه دا زما وطن دی
نورې دې نۀ منم بانې، واوره
دا پښتانۀ دومره کمزوري نۀ دي
دوی ماتې کړي زمانې، واوره
ماته به خپله څېره نۀ بدلوې
د وخت خاینې آئینې، واوره
خیر دی لږ نور انتظار هم وزغمه
ای زما خورې پښتنې، واوره
پکې احمده وي، د عشق داستان
تۀ خو زمونږه ترانې، واوره
@ahmad_safi3