د مشاعرې یوڅوبیتونه
رقیبان ګرزی ګوره پام کوه محتاط وسېږه
په عام محضر کې به د مینې پوخ اظهار نه کوې
نور ضرورت نشته خبروته په غور واوره
هسې بې ځایه به دښمنه نور ګفتار نه کوې
پر ملا رامات شې په پښو شل شې ترګړنګ ایله شې
سړیه اوس چې هم صفت د غازي یار نه کوې
مایې تر سیورې لاندي دوې لسیزې خوب کړی دی
ماته غیبت به زموږ د کلې د چنار نه کوې
مهاجر ډېر پرې خپه کېږمه او زور راکوي
بس اهانت به زما دسپین ښکلي دستار نه کوې