د مشاعرې بیتونن
رقیبه لاس دې خلاص د جنګ میدان دې راته ښیه
اوس لاس په لاس کې هر طرف ته یار راسره ځي
جانانه ستا یادونه لکه غرونه راسره دي
ماخیال د مرګ تر غېږي انتظار راسره ځې
له اوښکو مې د سترګو تور او سپین سره ګډ شوې
ناترسه غم د یار به څو خمار راسره ځي
پر شونډو چې خپره مې نن خندا ده ړژا نشته
پر څنګ مې ها څښتن د سپین دستار راسره ځي
له رنګه غنمرنګ جانان مې خدایه نظر مکړې
عجیبه دنګ په خلکو کې سرشار راسره ځي
نن ځکه مهاجر لاهو په سیند د خوشحالو یم
پر څنګ مې نن د زړه درمل قرار راسره ځي
رقیبه لاس دې خلاص د جنګ میدان دې راته ښیه
اوس لاس په لاس کې هر طرف ته یار راسره ځي
جانانه ستا یادونه لکه غرونه راسره دي
ماخیال د مرګ تر غېږي انتظار راسره ځې
له اوښکو مې د سترګو تور او سپین سره ګډ شوې
ناترسه غم د یار به څو خمار راسره ځي
پر شونډو چې خپره مې نن خندا ده ړژا نشته
پر څنګ مې ها څښتن د سپین دستار راسره ځي
له رنګه غنمرنګ جانان مې خدایه نظر مکړې
عجیبه دنګ په خلکو کې سرشار راسره ځي
نن ځکه مهاجر لاهو په سیند د خوشحالو یم
پر څنګ مې نن د زړه درمل قرار راسره ځي