د ګلبڼ زمزمې


Channel's geo and language: Iran, Persian
Category: not specified


درنو ملګرو! له دې ځایه به وخت پر وخت (د اسلامي ادب ګلبڼ) د بلبلانو ښکلي او معیاري شعرونه خپرېږي. زموږ هدف دا دی چې تاسې له ښه شعر او شاعرانو سره اشنا کړو. ملتیا مو وکړئ!
واټساپ چینل کې هم راسره شئ!👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaRuZuH47XeBTAbS4o1v

Related channels  |  Similar channels

Channel's geo and language
Iran, Persian
Statistics
Posts filter


غزل: پیر محمد کاروان

کټ کټ سره خاندو مونږه دواړه ماشومان یو
ژوند مې له غچۍ ګوتې نیولی دی روان یو

مینې یو په تار تړلي، موسکه راته کېږي
شنې او سرې وزرې د یوه ګوډي پَران یو

راشه راته کېنه، د رڼو اوبو پر غاړه
چغ چغار مو واوره په شنو ونو کې مارغان یو

ښکلي مو لېدلي د ګلونو دي خوبونه
غلي را ویښ شوي د بلبلو په اذان یو

پرخې پرخې راغلو په داغ داغ کې یې دمه شوو
واه د خړې دښتې پر غاټولو باندې ګران یو

نن یې نازوو ځکه چې ښکلي مېلمانه دي
هو کنه! سبا به د دې ټولو په ارمان یو

لوی واړه ته، لویه سلامي کوو کاروانه
جار یو له مېږي مېږي او جار له سلیمان یو

د ګلبڼ زمزمې. (247)


غزل: پروېز بهسودوال

د اسوېليو تاو مې ګونځې اننګو کې وکړې
ته خو رښتيالاړلې ما درسره ټوکې وکړې

ورک يم ورک شواى يمه وه زما کمعقله عقله
د ځان پوښتنې مې له سيورو نه غرمو کې وکړې

آيات د صبر ترجمه راته وړې خور وکړه
که ملايکه وه خبرې يې پښتو کې وکړې

زه جهنم يم جهنم زه خو عذاب يم غذاب
د مينې درد مې څنګه پاڼې په لمبو کې وکړې

ژوند بهسودوال ته په زړه داسې پولۍ ودرولې
لکه باران چې بربړکې په اوبو کې وکړې

د ګلبڼ زمزمې. (246)


غزل: عبدالنافع ټکور

امر کوه امر له دې ځایه چېرته ځو؟
اې دقافلو سالاره وایه چېرته ځو ؟

شپه ده تروږمۍ ده او دسختې لار مزل ده
مرسته کوه مرسته لویه خدایه چېرته ځو

بیا د افغاني زلمو غرور ډولو ته ناڅي
ووایه ملکه او بډایه چېرته ځو

موږ ته دواړه یو دي که پکتیا ده که واخان ده
ستړي انتظار کړو طرف ښایه چېرته ځو؟

څه چې تا ویلي دي امنا وسلمنا
موږ دمېړنو خلکو له ګایه چېرته ځو

نن به دي ښکاره په زخمي زړه لکه ټکور ږدم
لاس په لاس کې را کانده لورایه چېرته ځو

د ګلبڼ زمزمې. (245)


غزل: سبیل ساد

خپله مو د خپل وجود لاسونه وتړل
موږ څه په بېکاره خلکو زړونه وتړل

غږ یې د زلمو د بې ننګیو واورېده
نجونو د وطن کمربندونه وتړل

نورو، نورو خلکو، نوره خلک کړل یاران
ښکلیه موږ په تا پسې نیتونه وتړل

دې ښار کې د عشق په نوم شروع هوس بازۍ
ځکه خو مینو ګرېوانونه وتړل

غلي شئ! پاچا شو سرمعلم د ښوونځي
غلي شئ! پاچا ټول زندانونه وتړل

ساده! سپوږمۍ خویه ده، راځي په نیمو شپو
موږ ځکه له سترګو نه خوبونه وتړل

د ګلبڼ زمزمې. (244)


غزل: پروفیسور اباسین یوسفزی

ستا يادونو خو زۀ ډير زرې - زرې کړم
زړۀ مې غواړې چې دا زړۀ د ځانه پرې کړم

د ډيوې دُود راته زلفې - زلفې کيږی
د دې غمه پۀ کالۀ کښې ډيوې مړې کړم

په يو حال کښې محبت پريښودی نۀ شم
په دروغه د ناصح سره وعدې کړم

پۀ سحر کښې د جمات پۀ ګټ کښې ناست يم
چې ماښام شې توکل د ميخانې کړم

مسکيتوب که دې ايله شو د نظره
د سپرلې ګريوان به ټول ريښې - ريښې کړم

په واړۀ زړۀ کښې بلا راځايومه
محبت خو زۀ مکان د ښاري کړم

تۀ چې ورځ په ورځ زما نه لرې وځې
زۀ خو تا ته دې خبرې درنزدې کړم

د يادونو اباسين به دې لاهو کړي
کۀ زه ډيرې دعاګانې درپسې کړم

د ګلبڼ زمزمې. (243)


غزل: سید انور انځور

مات مې راوړ د یزید لۀ زمانې زړۀ
بار د عِشق وړم پۀ ذرې ذرې ذرې زړۀ

د پښتو خاطر یې پرېښود د مزاج غم
زۀ ولاړ یم خو روان دی درپسې زړۀ

هغه ځای سوزي چې اؤر ورباندې بل ؤي
ترس د باد څۀ دی؟ خوږيږي د ډېؤې زړۀ

د امېد لمن تړلې ده پۀ صبر
زۀ به څۀ کؤم پۀ دا بې حوصلې زړۀ؟

ورکؤم د یؤې ورکې تمنا درد
پۀ لاسو کې مې نیؤلی ؤي د شپې زړۀ

چې لږ رنګ ستا د هنر واخلي انځوره
درته ږدم به ستا د شعر پۀ منارې زړۀ

د ګلبڼ زمزمې. (242)


غزل: محمد الله درد

په انګور ناستې بلبلې ولې شور کړې
ژوند خو نوم د ستوماني ده پکې پایه

سرګردانه ارواح کوم مخ ته تکیه کړم
ماسره زما روانې سایې وایه

مات ګیلاس د مېخانې یم زما ربه
په ممبر او میکدو کې مې ازمایه

دا سړی د چا په سترګو کې ناروغ ښه
مه يې ښه کړې مه یې لاره ورته ښايه

درده زړه ته مې یو کیف احساسومه
دا بشر دغسې ستایه ستایه ستایه

د ګلبڼ زمزمې. (241)


غزل: کړاو منګل

سرور مو ورو ورو د ژوندون له ورځو شپو نه وځي
ګوره چې څه به مو له خاورو له اېرو نه وځي

څنګه دې وساتمه پټ د مینې اور په زړه کې
چې د ډېوې تته رڼا هم له ښېښو نه وځي

خپله رضا چې ترکه نه کړي ستا په مینه کې څوک
توره څېره به لکه دود له سرو لمبو نه وځي

موږه د خپلو زولنو خاموشي نه شو لېدای
زموږ پرې څه چې ویده خلک له خوبو نه وځي

د زمانې له رویې به درته څه ووایم
څوک چې زر نه لري کړاوه له سړو نه وځي

د ګلبڼ زمزمې. (240)


غزل: ملا عبدالسلام ضعیف

اعتدال ته د اسلام پر طریقه ځم
په طاعت کې د اسلافو پر نقشه ځم

په اْسوه د حبیب ژوند د تقلید کاندم
د متبوع تابع د یار پر ملکه ځم

که د رب د یارۍ لرې شوم تباه یم
که ښکاره د ټول جهان په بدرګه ځم

دغه رمز د کامیابۍ مې دی موندلی
تجارت کوم د ګټې په أسره ځم

د ګلبڼ زمزمې. (239)


غزل: پروېز بهسودوال

دا مې قيمت نه دى چې دوى په څو اخيستى يمه
څو جوارګرو په جعلي پيسو اخيستى يمه

ګورم چې ستا غرور ماتېږي که زما حوصله؟
ته ضد نيولې يې او زه پښتو اخيستى يمه

وا بيابانه ژونده دا بې ايماني وګوره
د سمندر په کناره لمبو اخيستى يمه

سل مجبورې راپسې شاته کوي غپه غپه
شپې نابلده يم په لاره سپو اخيسته يمه

ما پټه کړې بهسودواله خاموشۍ کې ژړا
زه په خندا کې څو څو ځل سلګو اخيستى يمه

د ګلبڼ زمزمې. (238)


غزل: نظم الدین ندرت

حسن، نظر او نېمه خلاصه کړکۍ
زۀ یم اکثر او نېمه خلاصه کړکۍ

شکر لا شته د عشق پۀ دغۀ پړاو
یو نیم بشر او نېمه خلاصه کړکۍ

د دې سړي د خودکُشۍ پۀ سبب
یو خدای خبر او نېمه خلاصه کړکۍ

اخر څرګند کړي لکه ګرد مخونه
وخت لکه لمر او نېمه خلاصه کړکۍ

بس تجاهل مې د فرار وګڼه
را پورې ور او نېمه خلاصه کړکۍ

ژوند کلیشه ده او گواه ندرته!
دا ولاړ غر او نېمه خلاصه کړکۍ

د ګلبڼ زمزمې. (237)


غزل: عابد سمسور

دا دنیا چې غلې هم شي، بیا هم غلی شانتې شور وي
چې دا موږه یې ښه اورو، که زموږ دننه شور وي؟

دا چې ته یې مسیحا کړې، د منبر واعظ نادان ته
دا به رزق د میو نه وي، دا به بل یو پارسا زور وي!

د خپل لاس کرښې دې ګورې، بیا هم لار وړې د حسینو
خدا چې دا به لیونتوب وي، که له عشقه به کوم اور وي؟

تر پاخه ماښام اسمانه، د شفق غوندې ستا هار شوم
چې وعده به مې پوره شي، لاله زار کې به یې کور وي؟

سلسلې د درد و اه وې، او بیا لپې خوناب اوښکې
ښه له سود سره یې درکړم، وایه نور به دې څه پور وي؟

موږ په نیمې لارې پریږدي، د یوه پله کار را نه واخلي
زه یې زار له دوه رنګي شم، په دعاوو کې یې نور وي

زما به څه نصیب وي ربه، زه به رزق ستا د خلقت شم
که زرغون به مې نرګس او سور ریدی په خاورین ګور وي

ساغر نوشو له دې لوړې، سلیقې مو ساقي زار شه
تاسې یې اخلئ که پریوتی، د رند پیر په لمن تور وي

د ګلبڼ زمزمې. (236)


غزل: راشد کامران

زړه کې یې اورونه او په سترګو کې دریاب وینم
کومې خوا ته لاړ شمه په دواړو کې عذاب وینم

یه د وصل جامه د دیدن تنده مې ماته کړه
دښته کې د هجر هره خوا سراب سراب وینم

غرونه، طوفانونه، مست سیندونه مې ملګري وي
یم ډاډه ډاډه روان په څنک کې چې احباب وینم

پاڼې، پاڼې ورځې مې د ژوند د کتاب یادې دي
زده علم مې هېر شي چې د ستا د مخ کتاب وینم

رنګارنګ ګلونو کې راشده د چا نښې دي
یاد مې څو یاران شي چې نرګس، ریحان، ګلاب وینم

د ګلبڼ زمزمې. (235)


غزل: اورښت

دومره نوره هم دننه اوتر اوسم
لکه څومره چې له ځانه بهر اوسم

درېغه درېغه نه مې يار شته نه مې مينه
نن سبا لکه بې نومه ټبر اوسم

ته چې لاړ يې د کوټې غوندې خالي يم
خو تراوسه پورې نيم‌ پورې ور اوسم

يو وخت و ستا په يوه احساس ژوندی وم
اوس زخمي د خپل احساس په خنجر اوسم

خبر مه شې د وختونو له خزانه
لکه گل په نوخيزۍ کې پرهر اوسم

حوصله مې ستا يوې خبرې يوړه
له هر چا سره په نيمه خبر اوسم

لکه څوک مې چې وژلی وي اورښته
هر ساعت په داسې حال مکرر اوسم

د ګلبڼ زمزمې. (234)


غزل: نادر خان علیل

مئين درباندې نشـوم نظاره مې وګڼلې
د دَور د دردونــــــــو سهاره مې وګڼلې

ما تاته پۀ نظر دتا ونۀ کتل، خطاشوم
سپوږمۍ مې وګڼلې، ستاره مې وګڼلې

چې وځي پۀ یو رَپ کښې پورې اورې لۀ سینې نه
دکــوم آتشین حسن شــراره مې وګڼلې

بل څوک لۀ تا نزدې ؤ، نۀ لۀ تانه راته لرې
دځـــــان مې چې کڼلې،اواره مې وګڼلې

دپښولاندې دتخت خوب مې پۀ ویښه ولیدلو
د بخت د ویښیدلو اِشــــــاره مې وګڼلې

څۀ تا راوکتل، څۀ ما اوږدۀ کړل در لاسونه
ساحل مې وګڼلې، کنــــــاره مې وګڼلې

لازم دې اوس علیل ته شول لوستل، پاڼه په پاڼه
دحسن مقدسه سیپاره مې وګڼلې.

د ګلبڼ زمزمې. (323)


غزل: محمد حسن عمري

مړاوی لونګ یمه، د یار د وربل بوی غواړم
ماشوم هوس یم، لېونی - لېونی خوی غواړم

خمار مې هره ورځ ماتیږي د یارانو په نوم
زه د انګورو اوبه نه غواړم هغوی غواړم

زما د صبر ماتو څانګو، که غوټۍ وکړلې
د زندګۍ تاوان به خامخا له دوی غواړم

ته پرې راځه ستا تر قدمه لاندې ماتې ښې دي
د زړه اوبه ـ اوبه پولۍ د تا په روی غواړم

ما عمري د غزل توري په شبنم واړول
اوس مې غزل د هر موسم په ګل کې توی غواړم

د ګلبڼ زمزمې. (322)


غزل: پیر محمد کاروان

پښې یبلې ازغو کې لاروي راځي
وچ بوټي ګلونه اوبوي راځي

خوب د آزادۍ ویني غـزه ویده
امن به یې ورو ورو ویښوي راځي

ته وا ماشومان په ورېښمین ټال کې دي
زړونه اذانونه زنګوي راځي

اوښکې د یتیم فلـسطین تندر شو
برج د استکبار به نړوي راځي

ستا غزل کاروانه مینه مینه ده
ښکلي به دې خود په پلوي راځي

د ګلبڼ زمزمې. (321)


Forward from: جهادي عمري
الحمدلله، د غزې لپاره د اوربند اعلان د خوښۍ لوی زېرى دی. دا د غزې د مظلومو مسلمانانو د صبر، مېړانې او قربانیو ثمره ده. الله تعالی دې دا اوربند دایمي کړي، مسلمانان دې یو کړي، او فلسطین ته دې ازادي وبښي.
الله تعالی دې د غزې قربانۍ د ټول امت د بیدارۍ او کامیابۍ وسیله وګرځوي، امین.


غزل: محمد حسن عمري

هغه ګلاب چې په ګلدان کې د هوس پروت دی
څه موده وروسته به یې ګورې چې تس نس پروت دی

د فکر شوخ یاغي بیان راګرځوی نه شم
که دې شهباز ته په قدم قدم قفس پروت دی

د تعصب غبار مو سترګې ړندوي د ایمان
لا مو د زړه پر سر غبار د خار و خس پروت دی

ژبه د شکر رانه مرګ د ناشکرۍ وړې!
په منډو ترړو زموږ ځکه وږی نس پروت دی!

تقدیر منم خو د عمل مخ مو بیخي تور دی!
د زړه نړۍ کې مو ایمان خوارکی پس پروت دی!

لا ځړېدلى عمري په ګنهګار پړي!
لا يې د ستړي ژوند په لپو کې نفس پروت دى

د ګلبڼ زمزمې. (320)


Forward from: جهادي عمري
د برمل ماشومه! اوښکې دي قربان شم
زر سوالونه دي په سترګو کې راوړي
هر یو سوال دي رانه زر ځوابه غواړي
توپانونه دي په سترګو کې راوړي
ـــــ
د برمل ماشومه اوښکې دي قربان شم
زر دردونه دي پراته دي په لیمو کې
زر سلګۍ دي سپېرو شونډو ته اړم دي
زر خوبونه دي سوځلي په ککو کي
ـــــ
د برمل ماشومه سوي اسویلي دي
په ظالیم پسي د سرو سپکو په څېر شه
هره لاره یې شه ډکه له سکروټو
د لمبو طوق یې له غاړي نه چاپېر شه
ـــــ
د برمل ماشومه اوښکې دي قربان شم
ستا سلګۍ او غرېو دي دواړه ور پسې شي
ستا ماشومه نړۍ چاچې سوځولې
ستا ماشوم ازار دي واړه ورپسې شي

ریحان ببری

20 last posts shown.