دَقُرْآن کَرِیْمَ تَرْجُمَهْ (پښتوژبه کی)


Channel's geo and language: Iran, Persian
Category: Religion


ملګرو دلته وتاسوته دقرآن کریم(پښتوترجمه)نشریږی إن شاء الله
نوتاسو داللهﷻ په خاطر دچینل نشرولوکی مرسته وکړی ترڅونور مسلمانان هم داللهﷻدکتاب(قرآن کریم) ترجمه زده کړی
خادم قاری مهاجرفاریابی غفرالله له
ستاسو دعاته محتاج یم
https://t.me/MAHAJARKRAN
تبادله 👆

Related channels  |  Similar channels

Channel's geo and language
Iran, Persian
Category
Religion
Statistics
Posts filter






فِدَاکَ اَبِیْ وَاُمِّیْ یِاٰرَسُوْلُ اللّٰـه ﷺﷺﷺ

تـلاش_نشراتي_ټـولـنه

د انتخابي چینلانـو دځانـګړې لیست 《مجموعـه》

دلیست اصول

هیڅ ملګری حق نه لری چی لیست ترسهاره حذف ڪړی❌
که چا لیست حذف ڪړی چینل یی دلیست نه حذف ڪوم 🚫
بیا دشڪایت حق نه لری ❌

که غواړی چی خپلي ترانې مو  په اعلا کیفیت اوکم قیمت جوړې کړي نو واټساپ ته راشی👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/GnkYdcvpyneJiro5DypYqE 

دواټساپ دچینل لینګ دلته هم راشی 👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029Vb1KSA71noz1Zi4oE713


رقم الفتوی(136)تاریخ الاصدار(4 رجب 1446)

عنوان:دتکبیر اولی ثواب په اول رکعات کی دی

محترم مفتی صاحب دتکبیر افتتاح یعنی دشروع دتکبیر فضیلة څه وخت نیول کیږی?بینوا تؤجروا

الفتوی بعون الله تعالی

حامدا ومصلیا ومسلما وبعد

محترم مستفتی صاحب ستاسی په جواب کی به ووایو چی دتکبیرالافتتاح دفضیلة په وخت کی اختلاف دی امام اعظم رحمه الله وایی چی دتکبیرالافتتاح فضیلة هغه وخت دی چی دامام اومقتدی الله اکبر ویل سره مقارن او مښتی وی امام ابو یوسف رحمه الله او امام محمد رحمه الله وایی کله چی مقتدی دثناء ویلو په وخت کی(یعنی چی امام ثناء وایی اومقتدی) الله اکبر ووایی نو دافضیلة به ونیسی اوبعضی وایی چی چی تر مخ ددی چی امام دری ایاتونه ویلی وی بس دغه دفضیلة وخت دی داهغه وخت چی مقتدی حاضروی اوبعضی بیا وایی چی امام اوه(7)ایاتونه ووایی اومقتدی غائب وی په دغه وخت کی مقتدی راسی نو دتکبیر فضیلة به ونیسی بل قول دادی چی کچیری یوڅوک اول رکعات دامام سره ونیسی نو هغه به دتکبیر الافتتاح ثواب ګیرکړی او داغه قول راجح اومفتی به دی یعنی که یوڅوک دامام سره په اول رکعات کی شریک سی نو هغه دتکبیرالافتتاح فضیلة حاصل کړی ځکه ددی قول سره ترجیح صریحی راغلی چی هغه د(وهوالصحیح)لفظ دی اوداده افتاء قاعده ده چی دکوم قول سره ترجیح راغلی وی نوفتوی هم پرهغه قول ورکول کیږی اوداقول اوسع للناس هم دی
کما فی الکتب التالیة
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ﺛﻢ اﺧﺘﻠﻔﻮا ﻓﻲ ﻭﻗﺖ ﺇﺩﺭاﻙ ﻓﻀﻴﻠﺔ ﺗﻜﺒﻴﺮﺓ اﻻﻓﺘﺘﺎﺡ، ﺫﻛﺮ ﺷﻴﺦ اﻹﺳﻼﻡ اﺧﺘﻼﻓﺎ ﺑﻴﻦ ﺃﺑﻲ ﺣﻨﻴﻔﺔ ﻭﺻﺎﺣﺒﻴﻪ، ﻓﻘﺎﻝ ﻋﻠﻰ ﻗﻮﻝ ﺃﺑﻲ ﺣﻨﻴﻔﺔ: ﺇﺫا ﻛﺒﺮ ﻣﻘﺎﺭﻧﺎ ﻟﺘﻜﺒﻴﺮ اﻹﻣﺎﻡ، ﻓﻴﺼﻴﺮ ﻣﺪﺭﻛﺎ ﻓﻀﻴﻠﺔ ﺗﻜﺒﻴﺮﺓ اﻻﻓﺘﺘﺎﺡ، ﻭﻣﺎ ﻻ ﻓﻼ، ﻭﻋﻨﺪﻫﻤﺎ ﺇﺫا ﺃﺩﺭﻙ اﻹﻣﺎﻡ ﻓﻲ اﻟﺜﻨﺎء ﻭﻛﺒﺮ ﻳﺼﻴﺮ ﻣﺪﺭﻛﺎ ﻓﻀﻴﻠﺔ ﺗﻜﺒﻴﺮﺓ اﻻﻓﺘﺘﺎﺡ ﻭﻣﺎ ﻻ ﻓﻼ.ﻭﺫﻛﺮ اﻟﺸﻴﺦ اﻹﻣﺎﻡ اﻟﺰاﻫﺪ ﺃﺑﻮ ﻧﺼﺮ اﻟﺼﻔﺎﺭ ﺭﺣﻤﻪ اﻟﻠﻪ ﺃﻥ ﺷﺪاﺩ ﺑﻦ اﻟﺤﻜﻴﻢ ﻛﺎﻥ ﻳﻘﻮﻝ: ﺇﻥ ﻛﺎﻥ اﻟﺮﺟﻞ ﺣﺎﺿﺮا ﻭﺃﺭاﺩ ﺃﻥ ﻳﺪﺭﻙ ﻓﻀﻴﻠﺔ ﺗﻜﺒﻴﺮﺓ اﻻﻓﺘﺘﺎﺡ ﻳﻨﺒﻐﻲ ﺃﻥ ﻳﺸﺮﻉ ﻗﺒﻞ ﻗﺮاءﺓ ﺳﺒﻊ ﺁﻳﺎﺕ، ﻭﻗﺎﻝ ﺑﻌﻀﻬﻢ: ﺇﺫا ﺃﺩﺭﻙ اﻹﻣﺎﻡ ﻓﻲ اﻟﺮﻛﻌﺔ اﻷﻭﻟﻰ ﻳﺼﻴﺮ ﻣﺪﺭﻛﺎ ﻓﻀﻴﻠﺔ ﺗﻜﺒﻴﺮﺓ اﻻﻓﺘﺘﺎﺡ، ﻭﻫﺬا ﺃﻭﺳﻊ ﺑﺎﻟﻨﺎﺱ ﻭاﻟﻠﻪ ﺃﻋﻠﻢ.
محیط البرهانی جـ1صـ355مکتبه شامله
ــــــــــــــ
ﺃﻣﺎ ﻓﻀﻴﻠﺔ ﺗﻜﺒﻴﺮﺓ اﻻﻓﺘﺘﺎﺡ ﻓﺘﻜﻠﻤﻮا ﻓﻲ ﻭﻗﺖ ﺇﺩﺭاﻛﻬﺎ ﻭاﻟﺼﺤﻴﺢ ﺃﻥ ﻣﻦ ﺃﺩﺭﻙ اﻟﺮﻛﻌﺔ اﻷﻭﻟﻰ ﻓﻘﺪ ﺃﺩﺭﻙ ﻓﻀﻴﻠﺔ ﺗﻜﺒﻴﺮﺓ اﻻﻓﺘﺘﺎﺡ. ﻛﺬا ﻓﻲ اﻟﺤﺼﺮ ﻓﻲ ﺑﺎﺏ ﺃﺑﻲ ﻳﻮﺳﻒ
الفتاوی الهندیة جـ1صـ69مکتبه شامله
ــــــــــــــ
ﻣﻄﻠﺐ ﻓﻲ ﻭﻗﺖ ﺇﺩﺭاﻙ ﻓﻀﻴﻠﺔ اﻻﻓﺘﺘﺎﺡ ﻭﺗﻈﻬﺮ ﻓﺎﺋﺪﺓ اﻟﺨﻼﻑ ﻓﻲ ﻭﻗﺖ ﺇﺩﺭاﻙ ﻓﻀﻴﻠﺔ ﺗﻜﺒﻴﺮﺓ اﻻﻓﺘﺘﺎﺡ؛ ﻓﻌﻨﺪﻩ ﺑﺎﻟﻤﻘﺎﺭﻧﺔ، ﻭﻋﻨﺪﻫﻤﺎ ﺇﺫا ﻛﺒﺮ ﻓﻲ ﻭﻗﺖ اﻟﺜﻨﺎء، ﻭﻗﻴﻞ ﺑﺎﻟﺸﺮﻭﻉ ﻗﺒﻞ ﻗﺮاءﺓ ﺛﻼﺙ ﺁﻳﺎﺕ ﻟﻮ ﻛﺎﻥ اﻟﻤﻘﺘﺪﻱ ﺣﺎﺿﺮا، ﻭﻗﻴﻞ ﺳﺒﻊ ﻟﻮ ﻏﺎﺋﺒﺎ، ﻭﻗﻴﻞ ﺑﺈﺩﺭاﻙ اﻟﺮﻛﻌﺔ اﻷﻭﻟﻰ، ﻭﻫﺬا ﺃﻭﺳﻊ ﻭﻫﻮ اﻟﺼﺤﻴﺢ. اﻩـ. ﻭﻗﻴﻞ ﺑﺈﺩﺭاﻙ اﻟﻔﺎﺗﺤﺔ ﻭﻫﻮ اﻟﻤﺨﺘﺎﺭ ﺧﻼﺻﺔ، ﻭاﻗﺘﺼﺮ ﻋﻠﻰ ﺫﻛﺮ اﻟﺘﺤﺮﻳﻤﺔ ﻭاﻟﺴﻼﻡ، ﻓﺄﻓﺎﺩ ﺃﻥ اﻟﻤﻘﺎﺭﻧﺔ ﻓﻲ اﻷﻓﻌﺎﻝ ﺃﻓﻀﻞ ﺑﺎﻹﺟﻤﺎﻉ، ﻭﻗﻴﻞ ﻋﻠﻰ اﻟﺨﻼﻑ ﻛﻤﺎ ﻓﻲ اﻟﺤﻠﻴﺔ ﻭﻏﻴﺮﻫﺎ ﻋﻦ اﻟﺤﻘﺎﺋﻖ
ردالمحتارعلی الدرالمختارجـ1صـ526مکتبه شامله
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
والله اعلم بالصواب

کتبه:مفتی مهاجرالفاریابی غفرالله له ولابویه




فَـَٔاتٰىهُمُ اللَّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الْءَاخِرَةِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ

په پاى کښي الله هغو ته د دُنيا ثواب هم ورکړ او له هغه څخه غوره ثواب يي په اخرت کښي هم ور په برخه کړ. د الله همدا راز نېک عمله كسان خوښيږي.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《148》پـاره《4》رکــوع《15》


وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّآ أَن قَالُوا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِىٓ أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكٰفِرِينَ

د هغو دُعا صرف دا وه: "اې زموږ پروردګاره! زموږ خطاوي او ګناهوي او زموږ په كار كي زموږ تېرى راوبښه، زموږ قدمونه محكم کړه او پر كافرانو زموږ د برلاسۍ لپاره راسره مرسته وکړه."

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《147》پـاره《4》رکــوع《15》


وَكَأَيِّن مِّن نَّبِىٍّ قٰتَلَ مَعَهُۥ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَآ أَصَابَهُمْ فِى سَبِيلِ اللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الصّٰبِرِينَ

له دې څخه مخکي ډېر پېغمبران داسي تېر شويدي چي د هغو په ملګرتيا کښي ډېر خداى پالونکي وجنګېدل، د خداى په لار کښي چي كوم غمونه پر هغو راغلل، هغوى پرې زړه ماتي نه شول، هغوى كمزوري ښكاره نه کړه، هغوى (د باطل په وړاندي) سرټیټي نه شول. الله همداسي زغمونكي (صبر کوونکي) خوښوي.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《146》پـاره《4》رکــوع《15》


وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتٰبًا مُّؤَجَّلًا ۗ وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِۦ مِنْهَا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الْءَاخِرَةِ نُؤْتِهِۦ مِنْهَا ۚ وَسَنَجْزِى الشّٰكِرِينَ

هیڅ ساكښ د الله د حُكم څخه پرته مړ کېدای نشي، د مرګ نېټه ليكله شوېده. څوك چي د دُنيا د ثواب په اراده كار وکړي، هغه ته به موږ له همدې دنيا څخه ورکړو؛ او څوك چي د اخرت په اراده كار وکړي، هغه به د اخرت ثواب ومومي. او شكر ايستونكيو ته به موږ هرو مرو د هغو مكافات ورکړو.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《145》پـاره《4》رکــوع《15》


وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِين مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلٰىٓ أَعْقٰبِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلٰى عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْـًٔا ۗ وَسَيَجْزِى اللَّهُ الشّٰكِرِينَ

محمد(ص) پرته د پېغمبر څخه نور څه نه دی، له هغه څخه مخکي نور پېغمبران هم تېر شويدي. نو كه هغه ومري يا ووژل شي؛ نو تاسي به په خپلو پوندو په شاګرځئ؟ - په ياد ولرئ! څوك چي په شا واوړي، هغه به الله ته هیڅ زيان ونه رسوي. البته څوك چي د الله شكر ايستونكي بندګان شي، هغو ته به الله ددې بدله ورکړي.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《144》پـاره《4》رکــوع《15》


وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ

تاسي خو د مرګ هيلي كولې! خو دا د هغه وخت خبره وه چي له مرګ سره مخامخ شوي نه وئ، دا دى اوس ورسره مخامخ شوئ او تاسي هغه په سترګو وليدی.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《143》پـاره《4》رکــوع《14》


أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جٰهَدُوا مِنكُمْ وَيَعْلَمَ الصّٰبِرِينَ

ايا تاسي دا ګڼلې ده چي همداسي به جنت ته لاړ شئ؟ په داسي حال کښي چي لا تر اوسه پوري الله دا نه ده معلومه کړي (دا ازمېښت یې نه دى کړی) چي په تاسي کښي څوك هغه خلك دي، چي د هغه په لار کښي جهاد كوونكي او صبر كوونكي دي؛

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《142》پـاره《4》رکــوع《14》


وَلِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَيَمْحَقَ الْكٰفِرِينَ

او ددې لپاره چي مومنان بېل چاڼ کړي او كافران هلاک کړي.

MQB Apps

20 last posts shown.