قدرمنو! نن د هغه ستر شخصیت دولسم تلين دی، چا چي په ډيرو سختو حالاتو کې اسلامي خوځښت پيل کړ، او هيواد يې له تجزيې وژغوره،
هغه شخصيت چې په کمو امکاناتو، خو په لوړ عزم، توکل او خالص ايمان سره يې په دې سپېڅلې خاوره د اسلام توغ ورپاوه، هغه ستر شخصیت اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد وو. د ده د دې عظيمي مبارزې په برکت نن مونږ او تاسو د سپين محمدي بيرغ تر چتر لاندې آزاد ژوند کوو.
الله تعالی دي د هغه قبر له انواراتو ډک کړي، درجات دې لوړ کړي، او موږ ته دې هم د ده په قدم د تللو توفیق راکړي.
آمین، یا رب العالمین!
په همدې اساس ما هم دوه ترانې چمتو کړې چې ستاسې حضور ته يې وړاندي کوم، هيله ده دعا راته وکړئ.