عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ


Channel's geo and language: Iran, Persian
Category: Religion


درنومینوالو!
دلته به تاسوته عبرتناکه اودپنده ډکی کیسی اونبوی احادیث اوهمدارازنوراسلامی مطالب وړاندی کیږي
https://t.me/MDGWTi

Related channels

Channel's geo and language
Iran, Persian
Category
Religion
Statistics
Posts filter


Forward from: (♡مولوی سید سبحانی اغا♡)
لیسټ ته چینل داخیلي دو له پاره دلته رابطه وکړي
{نوټ چینل کي باید 500کسان وي}
🌹🌹🌹ـــــــــــــــــــــــــ🌹🌹🌹
👇
@starimanzal
🌹🌹🌹ــــــــــــــــــــــــ🌹🌹 🌹
مولوي سید سبحاني اغا👇
https://t.me/a09054075838
د نعتونو او ترانو البومونه👇
@NatonoAlbumona
عبرت څخه ډکی کیسی اوحدیثونه👇
@MDGWTi
اسلامي اپلیکیشنونه👇
@obaidapp
شپون👇
@Shpon1212
فکري پوهه👇
@Ehsasjan017
استاد محمد یاسر👇
@ustaz_yasir_darsona
فکري درسونه👇
@fikree_darsona2
مولوي عبدالرحمن آخندزاده👇
@abdurrahman_akhondzadah2
استاد احمد ظاهر ـ تقبله الله👇
@ahmad_zahir_aslamyar
قافله👇
@Qafilah42
د اسلامي مطالبو ذخیره👇
@eslami_malumat
قران کریم احادیث، فقه👇
@islamipana808
قاري انس متقي👇
@QariMohmmadAns
د قران کریم ترجمه👇
@TGJFHJKHFD
کمپیوټر ساینس👇
@computerscience010
ښکلي تراني👇
@Shklitarani
اسلامي سټډیو👇
@Khanjanafghn
د سپیڅلي قران پښتو تفسیر او ترجمه👇
@kamram_afghn
د خونړي انقلاب غمجني کیسي👇
@Dakhonari
المبارز نشراتي اداره👇
@Mobabrez333
زمونږ د افغانستان د علماء عقیده👇
@augidaafghantan
ژوند او جانان👇
@zwandaojanan
ښکلي لیکني👇
@AttalDawoodzay
زینت الله حیدري👇
@haidari11
فوځي او عسکري کتابتون👇
@Omarafghn
هکر چینل👇
@heker12345
خاد اشنا ترانو کور👇
@Hanpejanan
سیرت النبي 👇
@azitafgha
دیني مدرسه👇
@deenimadrasa1
دی عاشقانو منبع👇
@khawrinikmal22
هيبت الله غزنوي تراني👇
@haibatullah786786
ویډیوي نعتونه او تراني 2👇
@Videotarnai
قاري مسرور وفا👇
@qaremasroorwafa
د ځنګل زمریان👇
@dazangalzmaryan
ستوري سټوډیو👇
@storidagajlsotody
شریعت او طریقت خپرندویه اداره👇
@shreuat95
زمـوږ _هـیرشـوي _ویـاړونـه👇
@zmoz_hir_shoi_wiarona
الجهاد سټوډیو👇
@aljehadstoudio
شیخ الحدیث والتفسير مولوي عبیدالرحمن👇
@Shaikhubaidurahmanazizi
قاري عاجز اشنا👇
@QariAjizAshna
انس چنار👇
@Anas_Chenat_313
حماسي شعرونه👇
@khawrinikmal
شهاب کتابتون👇
@shehablebrary
نور احمد سیدي👇
@Saiedy309
راځي پټ وهابیان ؤ پیژنو👇
@razepohanfipshkibatwabeanaopeezn
ایمان پلورونکي👇
@jauedafgha
ډیزایني انځورونه👇
@DisignZabiullah
تاریخي داستانونه👇
@saadafghn
د ټیکنالوژي لارښود👇
@onlineteacher2020
کندوز میډیا👇
@AHGKHF
د مکتب کتابونه👇
@schoolbooks2
اسلامي فکر👇
@lslamifikar
النبوي نعتونو ځانګه 👇
@Al_nabavi_natuno_sanga1
پښتو غږیز داستانونه👇
@azizaafghn
د پیسو ګټلو یو ځاني لار کرو👇
@khost9988
جالب عمومي معلومات👇
@malomat808
بدري طالب👇
@Badritaleb130
ډیزاین اشعار👇
@sayeedameen
بشارت جهادي اداره👇
@basharat6media
دینـي عبرتنـاکه قیـصي👇
@edranaacoqisi
شاعر رحیمي افغان👇
@rahime_afghan
قاري عتیق الله اسیر 👇
@atiqullahaseer
شاعر سعادت👇
@Sadatmuhajir
المکتبة النعمانیة👇
@ketabtune
مولوي سید فیضاني اغا👇
@sayabfaizaniaghaa
ستـوری د ادب پـه لمـن کې👇
@sotore25
منصورامارتی میدیا👇
@wpynnt
دحق کاروان👇
@Mowahed1
الحاج مولوي اطیع الله صاحب👇
@khanjari_FaraHi6
بدري لښکر👇
@BadriLashkar
ادبي بهیر👇
@adabebaher1
الشیخ رحیم الله حقاني👇
@alshikh_haqani
موبایل ذدکړه👇
@pashtojaba
د موبایل سافټویرونه👇
@MobileAppsop
مولوي عبدالصمد صمیم👇
@hthfutAdurtk
په زړه پورې معلومات👇
@Avatar155
واټساف اسلامي ګروفو لینکونه👇
@WhatsAppGroupLinKona2
ویډیوي نعتونه او تراني1👇
@Videotaraninat
پښتو ښکلي نعتونه او په زړه پوري تراني👇
@pashtotaraninat
شاعر احسان ژمن👇
@shakirkhalid


لیسټ ته چینل داخیلي دو له پاره دلته رابطه وکړي
{نوټ چینل کي باید 500کسان وي}
🌹🌹🌹ـــــــــــــــــــــــــ🌹🌹🌹
👇
@starimanzal
🌹🌹🌹ــــــــــــــــــــــــ🌹🌹 🌹
شاعر احسان ژمن👇
https://t.me/shakirkhalid
مولوي سید سبحاني اغا👇
@a09054075838
د نعتونو او ترانو البومونه👇
@NatonoAlbumona
عبرت څخه ډکی کیسی اوحدیثونه👇
@MDGWTi
اسلامي اپلیکیشنونه👇
@obaidapp
شپون👇
@Shpon1212
فکري پوهه👇
@Ehsasjan017
استاد محمد یاسر👇
@ustaz_yasir_darsona
فکري درسونه👇
@fikree_darsona2
مولوي عبدالرحمن آخندزاده👇
@abdurrahman_akhondzadah2
استاد احمد ظاهر ـ تقبله الله👇
@ahmad_zahir_aslamyar
قافله👇
@Qafilah42
د اسلامي مطالبو ذخیره👇
@eslami_malumat
قران کریم احادیث، فقه👇
@islamipana808
قاري انس متقي👇
@QariMohmmadAns
د قران کریم ترجمه👇
@TGJFHJKHFD
کمپیوټر ساینس👇
@computerscience010
ښکلي تراني👇
@Shklitarani
اسلامي سټډیو👇
@Khanjanafghn
د سپیڅلي قران پښتو تفسیر او ترجمه👇
@kamram_afghn
د خونړي انقلاب غمجني کیسي👇
@Dakhonari
المبارز نشراتي اداره👇
@Mobabrez333
زمونږ د افغانستان د علماء عقیده👇
@augidaafghantan
ژوند او جانان👇
@zwandaojanan
ښکلي لیکني👇
@AttalDawoodzay
زینت الله حیدري👇
@haidari11
فوځي او عسکري کتابتون👇
@Omarafghn
هکر چینل👇
@heker12345
خاد اشنا ترانو کور👇
@Hanpejanan
سیرت النبي 👇
@azitafgha
دیني مدرسه👇
@deenimadrasa1
دی عاشقانو منبع👇
@khawrinikmal22
هيبت الله غزنوي تراني👇
@haibatullah786786
ویډیوي نعتونه او تراني 2👇
@Videotarnai
قاري مسرور وفا👇
@qaremasroorwafa
د ځنګل زمریان👇
@dazangalzmaryan
ستوري سټوډیو👇
@storidagajlsotody
شریعت او طریقت خپرندویه اداره👇
@shreuat95
زمـوږ _هـیرشـوي _ویـاړونـه👇
@zmoz_hir_shoi_wiarona
الجهاد سټوډیو👇
@aljehadstoudio
شیخ الحدیث والتفسير مولوي عبیدالرحمن👇
@Shaikhubaidurahmanazizi
قاري عاجز اشنا👇
@QariAjizAshna
انس چنار👇
@Anas_Chenat_313
حماسي شعرونه👇
@khawrinikmal
شهاب کتابتون👇
@shehablebrary
نور احمد سیدي👇
@Saiedy309
راځي پټ وهابیان ؤ پیژنو👇
@razepohanfipshkibatwabeanaopeezn
ایمان پلورونکي👇
@jauedafgha
ډیزایني انځورونه👇
@DisignZabiullah
تاریخي داستانونه👇
@saadafghn
د ټیکنالوژي لارښود👇
@onlineteacher2020
کندوز میډیا👇
@AHGKHF
د مکتب کتابونه👇
@schoolbooks2
اسلامي فکر👇
@lslamifikar
النبوي نعتونو ځانګه 👇
@Al_nabavi_natuno_sanga1
پښتو غږیز داستانونه👇
@azizaafghn
د پیسو ګټلو یو ځاني لار کرو👇
@khost9988
جالب عمومي معلومات👇
@malomat808
بدري طالب👇
@Badritaleb130
ډیزاین اشعار👇
@sayeedameen
بشارت جهادي اداره👇
@basharat6media
دینـي عبرتنـاکه قیـصي👇
@edranaacoqisi
شاعر رحیمي افغان👇
@rahime_afghan
قاري عتیق الله اسیر 👇
@atiqullahaseer
شاعر سعادت👇
@Sadatmuhajir
المکتبة النعمانیة👇
@ketabtune
مولوي سید فیضاني اغا👇
@sayabfaizaniaghaa
ستـوری د ادب پـه لمـن کې👇
@sotore25
منصورامارتی میدیا👇
@wpynnt
دحق کاروان👇
@Mowahed1
الحاج مولوي اطیع الله صاحب👇
@khanjari_FaraHi6
بدري لښکر👇
@BadriLashkar
ادبي بهیر👇
@adabebaher1
الشیخ رحیم الله حقاني👇
@alshikh_haqani
موبایل ذدکړه👇
@pashtojaba
د موبایل سافټویرونه👇
@MobileAppsop
مولوي عبدالصمد صمیم👇
@hthfutAdurtk
په زړه پورې معلومات👇
@Avatar155
واټساف اسلامي ګروفو لینکونه👇
@WhatsAppGroupLinKona2
ویډیوي نعتونه او تراني1👇
@Videotaraninat
پښتو ښکلي نعتونه او په زړه پوري تراني👇
@pashtotaraninat


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


په ناحقه قسم اخیستل چې په ياد يې هم وي

قسم پردرې (٣) ډوله دئ:

⚫ يو هغه قسم دئ چې په راتلونكې زمانه کې د يوه كار د کولو یا نه کولو لپاره وکړي، په دغه قسم کې كه پر هغه خپله اراده باندې ودرېد  د قسم څخه خلاص دئ كه نه نو كفاره به وركوي.

د مثال په ډول احمد قسم وکړ چې زه دری ورځې د محمود سره خبرې نه كوم، كه يې هغه دری ورځې خبرې ونكړې قسم يې پوره كړ هيڅ شى باندې نه شته او كه يې په هغه درو ورځو كې خبرې وكړې د قسم كفاره به وركوي.

⚫ دوهم هغه قسم دئ، چې په تېره زمانه كې يې يو كاركړى وي خو هېر یې وي قسم باندې واخلي، چې دا كار ما نه دئ كړى په حقيقت كې ده كړى وي  هېر يې وي، پر دې قسم باندې هيڅ شى لازم نه دئ .

⚫ درېيم ډول قسم دا دئ، چي په تېره زمانه كې يې يو كاركړى وي په ياد يې هم وي قسم باندې واخلي، چې دا كار ما نه دئ كړى يا بله موضوع  وي خو دى پرې خبر وي د خبرتيا سره قسم باندې واخلي، دې قسم ته “يمين غموس” وايي، دومره لويه گناه يې وکړه چې په کفاره  يې غاړی نه خلاصېږی سزا یې آخرت ته پاتیږي، الله جل جلاله فرمايي:
﴿اِنَّ الَّذِيْنَ يَشْتَرُوْنَ بِعَهْدِ اللّٰهِ وَاَيْمَانِهِمْ ثَــمَنًا قَلِيْلًا اُولٰۗىِٕكَ لَا خَلَاقَ لَھُمْ فِي الْاٰخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُھُمُ اللّٰهُ وَلَا يَنْظُرُ اِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ وَلَا يُزَكِّيْهِمْ ۠ وَلَھُمْ عَذَابٌ اَلِيْمٌ    77؀﴾ ([1])
ژباړه: باور وکړئ هغه كسان  چې د الله جل جلاله سره وعده او قسمونه په لږو پيسو بدلوي، دغه كسانو ته په آخرت كې هيڅ برخه نه شته، د قيامت په ورځ به نه الله جل جلاله خبرې ورسره وكړي، نه به د رحمت په نظر ورته وگوري، نه به د دوی پاكي وكړي او دوی ته ډېر سخت عذاب شته.

يعني هغه قسم كوونكي چي په ناحقه قسم اخلي د الله جل جلاله د رحمت او اخروي گټو څخه چې جنت دئ بې برخې دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: يو چا كه د يوسړي حق په قسم پرې كړى الله جل جلاله به خامخا دوزخ ورته واجب كړي او جنت به پرې حرام  كړي. یو چا پوښتنه وکړه: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! که څه هم لږ شی وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که څه کوچنۍ شنه خاشه وي. ([2])

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: تر ټولو لوي گناهونه د الله جل جلاله سره شريك نيول دي، د مور او پلار آزار دئ، د مسلمان وژل دي او په ناحقه قسم اخيستل دي. ([3])

مأخذ: لوی ګناهونه د دوزخ لمبې

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

([1] )سورة آل عمران، الاية: ۷۷.
([2])عن ابي امامة رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: من اقتطع حق امرئ مسلم بيمينه فقد أوجب الله له النار وحرم عليه الجنة، فقال رجل: يا رسول الله صلی الله علیه وسلم! وإن كان شيئًا يسيرًا قال وإن كان قضيبًا من أراك. (أخرجه أحمد: 5/260، رقم: 22293، ومسلم: 1/122، رقم: 137، والنسائى: 8/246، رقم: 5419، وابن ماجه: 2/779، رقم: 2324، والدارمى: 2/345، رقم: 2603، وأبو عوانة: 1/40، رقم: 88، والطبرانى: 1/274، رقم: 797)
([3])عن عبد الله بن أنيس رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: أكبر الكبائر الإشراك بالله عزوجل، وعقوق الوالدين، واليمين الغموس، وايم الذي نفسي بيده لا يحلف أحد وإن كان على مثل جناح البعوضة إلا كانت نكتة في قلبه إلى يوم القيامة. (أخرجه أحمد: 3/495، رقم: 16086، والترمذى: 5/236، رقم: 3020، وقال: حسن غريب. وابن حبان: 12/374، رقم: 5563، والطبرانى فى الأوسط: 3/305، رقم: 3237) 



ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د ښځو لپاره د کور څخه بهر دنده او کار کول څنګه دي ؟

اصل دا دی چې د نفقي او کورني احتياجاتو پوره کول د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې، د ښځې نفقه د پلار په کور کې د هغې د پلار، يا نيکه، ورور او يا کاکا پر غاړه ده او د خاوند په کور کې د هغې نفقه د هغې په خاوند، خسر، زوی باندې واجب ده .

لقوله سبحانه وتعالی :
[الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ] (النساء/34 ).
ژباړه: سړي پر ښځو حاکمان دي له دې کبله چې الله پاک ځېنې د دوی ته پر ځينو نورو افضليت او غوراوی ورکړی دی او له دې امله چې نارينه ( د ښځو لپاره ) خپله شتمني لګوي .

او فرمايي:
[وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ] (البقرة/233) .
ژباړه: په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .

او حضرت جابر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د حجة الوداع په خطبه کې وفرمايلي :
«…ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف ». (رواه مسلم ( 1218 ) .
يعنې : او د هغوی (ښځو) پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به په ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ .

بل اصل دا دی چې ښځه به په کور کې اوسيږي د کور چارې به تر سره کوي او نارينه به د باندې چارې تر سره کوي، ښځه به د ضرورت پرته له کور څخه نه وځي ، لقوله سبحانه وتعالی :
[وقرن في بيوتكن ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى] (الأحزاب :۳۳ ) .
مګر کچېرې ښځه بې سرپرسته شي نو نفقه يې پر اقاربو واجب ده او کچیرې يې اقارب نه وي نو بيا به د اسلامي حکومت له بیت المال څخه هغې ته نفقه ورکول کيږي نو که دا هم نه وي نو د شرعې ضوابطو په رڼا کار کولی شي او يا داسې چارې وي چې نارينه يې نشي تر سره کولی او د ښځو په موجوديت کې يې هغوی ته کول رواه نه وي لکه : د ښځو درملنه په خاصه توګه نسايي او ولادي څانګه، د ښځو تدريس، د ښځو د جامو ګنډل او داسې نور .

⚫ ښځې ته کار کول د لاندې شرعي ضوابطو په صورت کې جايز دی :

۱- دا چې د نارينه سره به کډون او اختلاط نه وي، يعنې کار به په کامل ښځينه چاپيريال کې وي هغه که علمي څانګه وي، روغتون، دفتر او يا بل کار ځای وي ، لقول رسول صلی الله عليه وسلم : :
«إياكم والدخول على النساء ».. (متفق عليه).
ژباړه: د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ.

۲- دا چې د هغې د ولي او سرپرست په اجازې به وي ځکه نارينه پر ښځو باندې مشران ټاکل شوي دي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء] .

۳- دا چې دا کار به د والدينو او يا خاوند د حقوقو او همدارنګه د اولاد د روزنې او پالنې په لاره کې خنډ نه وي بلکي د هغوی د حقوقو پر ځای کول به مقدم وي .

۴- دا چې دغه کار به د هغې د طبعې جوښت سره مناسب وي لکه : د الله تعالی طرف ته دعوت ، درملنه ، تعليم او تدريس ، ليکنه ، خياطي او نور ، داسې سخت او وزمين کار به نه وي چې د هغې د توان څخه لوړ وي .

۵- دا چې شرعي حجاب به مراعاتوي .

۶- دا چې په هغه کې به سفر نه وي او که سفر وي د محرم څخه پرته به نه وي .

۷- او دا کار به اصلاً حرام نه وي لکه : د آرايشګاه حرام سينګار ، فلم ، سريال او د موسيقي څانګه کې کار کول .
و الله سبحانه وتعالی اعلم

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


مثلًا یو شاګرد چې د استاذ په مخ کې غفلت او بې باکي نه کوي ځکه له استاذ نه حیاء ورځي خو چې استاذ نه وي بیا ناوړه کارونه کوي دا په دې معنی چې د الله په حضور داسې باوري نه دی لکه د استاذ په حضور چې باوري و، کنه نو الله خو له استاذ نه ډیر په وېره او حیاء مستحق دی چې ورنه وشي.

موټروان د ترافیکي اشارو ډیر خیال ساتي ځکه هغه وېره لري چې دلته پټې کیمرې شته دي او بیا راپسي مالي جریمه راځي؛ خو پردیو ښځو ته په ډاډه زړه ګوري، حال دا چې الله تعالی ورنه منع کړي دي؛ نو مطلب دا چې د ښاروالۍ او ترافیکو په مخفي کیمرو د الله ترعلم او د اوږو ترملائکانو زیات باور لري، یا دا چې د الله ترحساب د ترافیکو حساب ورته باوري ښکاري… نعوذ بالله

یو زوی چې د پلار په مخ کې ناوړه فیلمونه نشي کتلای خو چې پلار یې نه وي او تنها شي نو هرډول ناوړه فلمونه ګوري حال دا چې الله ورباندي حاضر دی…

څوک چې حیاء لري او د حیاء په اساس ناوړه کارونه پرېږدي نو مطلب دا چې په الله جل جلاله او د هغه په علم او قدرت پوره باوري دی، د اوږو په ملائکانو پوره یقیني دی… همدا ایمان دی.

دا چې ولې ګنهکار ته کافر نشي ویل کيدای حال دا چې پورتنی دقت مو ورته هڅوي؛ د مسلم یو ورایت هم دغسي فرمایې :
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ النَّبِىَّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ « لاَ يَزْنِى الزَّانِى حِينَ يَزْنِى وَهُوَ مُؤْمِنٌ وَلاَ يَسْرِقُ حِينَ يَسْرِقُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ وَلاَ يَشْرَبُ الْخَمْرَ حِينَ يَشْرَبُهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ».
زاني په داسې حال کې زنا نه کوي چې مومن وي، غل په داسې حال کې غلا نه کوي چې مومن وي، شرابي په داسې حال کې شراب نه څښي چې مومن وي.
ملا علي قاري – رحمه الله – د پورتني روایت یو تفسیر داسې کوي چې یاد اشخاص حیاناک مومنان نه دي.
او حیاء د کامل ایمان یوه نښه ده، اصلي ایمان هغه دی چې مخکې یې یادونه وشوه؛ ځینې خلک د څه غفلت په اساس ګناه کوي، ځینې بيا د مجبوریت یا زیات شهوت او داسې نورو لاملونو په اساس ګناه کوي، دانه چې بالکل په الله باور نه لري؛ نو ځکه ورته د الله له لوري سزا شته خو ابدي نه ده، یعني کافر نه ګڼل کیږي.

ځینې علماء د کبیره ګناه یو تفسیر داسې کوي چې څوک په بې پروایی ګناه کوي هغه کبیره ده اګر که ډیره وړه وي او څوک چې د شهوت له زوره ګناه کوي خو د ګناه په حالت کې له الله نه وېره هم احساسوي همدا صغیره ګرزي…

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : «الْحَيَاءُ وَالْإِيمَانُ قُرِنَا جَمِيعًا، فَإِذَا رُفِعَ أَحَدُهُمَا رُفِعَ الْآخَرُ». رواه الحاكم
حياء او ایمان څنګ په څنګ پیدا شوي دي، کله چې یو هسک شي هغه بل هم لوړېږي…

د صوفیه کرامو کار یواځي له الله جل جلاله سره وي، ځکه خو مشهور صوفي (جنید بغدادي – رحمه الله ) حیاء داسي راپېژني : «الْحَيَاءُ رُؤْيَةُ الآْلاَءِ ، وَرُؤْيَةُ التَّقْصِيرِ فَيَتَوَلَّدُ بَيْنَهُمَا حَالَةٌ تُسَمَّى الْحَيَاءَ».
د الله تعالی نعمتونو ته کتنه او د خپل ځان ناشکري ته کتل چې بیا ورنه انسان ته یو حالت پیدا شي همدا حیاء ده.

الله تعالی د زموږ حیاوي او ایمانونه لوړ کړي.

و صلی الله تعالی وسلم علی خیر حلقه محمد و علی آله وصحبه اجمعین.
 لیکوال : عبدالرقيب رقيب


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM
📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚



حياء څه ده او څنګه د ايمان برخه ده؟

الحمد لأهله والصلاة علی أهلها وبعد :

په نفس کې هغه صفت چې انسان ښو کارونو ته هڅوي او له ناوړه کارونو يې منع کوي حياء ده.

د عيبجنې کړنې سره د انسان انکسار او تغير د حياء تاثير دی.

يعني که څوک داسې کار کوي چې د خلکو ترمنځ عيب ګڼل کېږي نو په حالت کې يې تغير راځي، مخ يې سور شي, يا خوله ورباندي راشي يا يې غږ بدل شي او داسې نور… د لغت له لحاظه دې نفر ته حياناک ويل کيږي.

نو کوم انسان چې حياناک وي منځنی تګ به کوي، نه به ډير اشوړته او عجله وي, او نه به ډير څپن او سست وي؛ کله چې خبرې کوي نو خپل غږ،حرکات او د خبرو طرز به سمبالوي.

خو بې حياء انسان برعکس د هيڅ پروا نه لري، څه چې يې خوښه وي هغه کوي، هرڅه ورته بي تفاوته وي، لکه په يو حديث کې راځي :
«ﺇﺫا ﻟﻢ ﺗﺴﺘﺢ ﻓﺎﺻﻨﻊ ﻣﺎ ﺷﺌﺖ»
که حياء نه لرې نو څه چې دي خوښه وي کوه یې!!

حیاء په شریعت کې د انسان هغې قوې ته ویل کېږي چې انسان له ناړوه ویناو او ناوړه کړنو منع کوي، او د حقدار په حق کې له کوتاهي نه یې را ګرزوي.

لغوي حیاء د انسان طبعي خصلت دی، اما شرعي حیاء زیار، پوهې او نیت ته اړتیا لري.

حیاء انسان اداره کوي ترڅو هرډول نفسي غوښتې ترسره نه کړي, په همدې اداره یې له څاروي سره توپیر راځي؛ څوک چې حیاء نه لري نو له څاروي سره په توپیر کې یې کمې وي.

حياء د خیر په کارونو انسان باعث کوي او له ګناهونو یې منع کوي، د انسان او بدو کړنو ترمنځ پرده ګرزي، انسان له هغو چارو منع کوي چې ورباندي عیبجن ښکاري؛ نو کله چې د حياء تاثیرات همدغه دي طبعي ده چې حیاء یو ګټور او سپیڅلی خصلت دی.

رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فرمایلي دي « الْحَيَاءُ خَيْرٌ كُلُّهُ ». رواه مسلم.
حیاء خالص ګټه ده.

څوک چې د فحش کار اراده وکړي حیاء یې منع کوي; که کوم سپک انسان ورسره سپک چلند وکړي حیاء یې له ورته چلند نه منع کوي; که کوم غریب ورنه څه وغواړي حیاء یې له بې برخې پریښودلو منع کوي، که په مجلس کې ناوړه بحث پیل شي حیاء یې ورسره ګډون کولو ته نه پریږدي، حیاء انسان نه پریږدي چې په بې ګټې کارونو مصروف شي…

په کوم انسان کې چې د حیاء دا ډول تاثیرات موجود وي هغه انسان د «خلق عظیم» څښتن دی.

روايت دی چې یو سړي خپل ورور ته، چې ډیر حیاناک و، سپارښتنه کوله ترڅو له زیاتې حیاء نه ډډه وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «دَعْهُ فَإِنَّ الْحَيَاءَ مِنَ الإيمَانِ» البخاري.
یعني پریږده چې حیاناک وه اوسي ځکه حیاء له ایمان ځینې ده.

امام بخاري روایت کوي چې «الْحَيَاءُ لاَ يَأْتِي إِلاَّ بِخَيْرٍ» یعني حیاء انسان ته (زیان نه رسوي) یواځې خیر ښېګړې ترلاسه کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
«وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإْيمَانِ» رواه مسلم.
معنی دا چې حیاء د ایمان برخه ده.

دا چې حیاء څنګه د ایمان برخه ده داسې یې تشریح کوو:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ایمان په اړه فرمایلي دي :
«أن تؤمن بالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر وتؤمن بالقدر خيره وشره» البخاري.
ایمان دا دی چې د الله جل جلاله په ذات او صفاتو به باور لرې، دا چې هغه په هرڅه عالم دی او په هرڅه قادر دی…

د هغه په ملائکانو به باور لرې چې له نور نه پیدا شوې داسې سپیڅلی مخلوق دی چې هیڅکله د الله له امر نه سرغړونه نه کوي…

د الله په کتابونو او رسولانو به باور لرې چې د بندګانو د رهنمایی لپاره یې مکمل شریعت پکې را استولی دی…

د آخرت په ورځ به ایمان لرې چې ټول خلک به ورپکې راټولیږي، د ښو او بدو کړنو حساب به ورکوي او بیا به یې بدله ترلاسه کوي…

ویلای شو چې حیاء په یادو باورونو یوه نښه ده؛ څوک چې د الله په کتاب او پیغمبر ایمان لري هغه د لازمي کړنو په پریښودو او د نارواو په ترسره کولو ځوریږي، شرمیږي؛ ځکه چې د دې کړنو په اړه سپارښتنې د الله له لوري ګڼي او الله په خپل ځان حاضر ګڼي؛ همدا ایمان دی.

څوک چې حیاء لري هغه د الله نافرماني نه کوي ځکه چې الله حاضر ګڼي او د الله په حضور کې نافرماني نشي کولای همدا ایمان دی.

څوک چې په دې خبره ایمان لري چې په اوږو یې ملائکان مقرر دي، ښه او بد اعمال یې لیکي. نو هیڅکله ناوړه کارونه نه کوي، ځکه چې له هغو ملائکانو حیاء ورځي او د آخرت د حساب نه وېره لري..

او څوک چې په ټولو روا او ناروا کارونو خبر وي، د اوږو په ملائکانو باور لري، د آخرت په ورځ، حساب او کتاب باور لري خو بیا هم ګناهونه کوي نو مطلب دا چې ایمان یې ضعیف دی، د الله تعالی په علم یې پوره باور نشته، د اوږو په ملائکانو یقیني نه دی، د آخرت په حساب پوره باوري نه دی.

اولــــه برخــــــه☝️
دوهـــــم بـــرخــــه👇


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


ابن القيم - رحمه الله - فرمايي : سترګه د زړه هنداره ده ، کله چې يو بنده خپلې سترګې ښکته کړي نو زړه هم د خواهش او شهوت درجه راښکته کړي ، خو کله چې انسان بد نظري وکړي نو په زړه کې هم شهوت او خواهش رابرسېره شي.



ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


یوه هلک دیوې انجلۍ ریباری پسې ولاړ لیکن جینۍ د هغه غوښتنه رد کړه او شرط یې پرې کیښود چې خپله مور به واده ته نه راولې نو بیا دې خبره منم دا ځوان وروسته له ډېر فکر نه خپل استاد ته ورغی او خپله ستونزه یې ور سره شریکه کړه او په حجالت یې ورته وویل په یوه کلنۍ کې مې پلار وفات شو او مور مې ددې لپاره چې د کور خرڅه یې پوره کړي وي د خلکو په کورونو کې به یې کالي وینځل اوس چې زه کومې انجلۍ سره مینه لرم هغې ما سره د واده کولو لپاره دا شرط ایښی دی چې خپله مور به واده ته نه راولې نو زه د خپلې مور تېر وخت ډېر حجالت کړی یم او اوس تاته راغلی یم چې څه وکړم؟ استاد هغه ته وویل: زه له تا څخه یو غوښتنه لرم خپل کور ته ولاړ شه او دخپلې مور لاس وښوروه سبا ته ما ته راشه نو زه درته وایم چې څه وکړئ ځوان کورته ولاړ او دا کار یې ترسره کړ لیکن په حوصله سره یې په داسې حال کې چې اوښکې له سترګو بهیدې د خپلې مور لاسونه یې ونیول او دا لومړۍ ځل وو چې هغه د خپل مور ټناکي او چاودلي لاسونه چې د خلکو د جامو د وینځلو له کبله داسې شوي وو ویې لیدل او په لړزه شو د مور د لاسونو وینځلو څخه وروسته هلک ونشو کړای چې تر سبا پورې صبر وکړی نو په هغه موقع یې استاد ته زنګ ووهه او ورته یې وویل چې منندوی مو یم چې نیغه لار مو راته وښودله زه نن خپله مور نه خرڅوم ځکه هغې خپل ژوند زما لپاره تباه کړ.
هغه چا چې ستاسو لپاره خپل ژوند قربان کړئ ده د خپل ننني ژوند په مقابل کې یې مه پلورئ.

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


راځئ چې هديرې ته د عبرت لپاره ولاړ شو، هلته نورو مړو ته د دُعا تحفه یوسو، زمونږ دغې تحفې ته هغوۍ تل سترګې په لار دي، دا هغه خلک دي چې، یو وخت یې زمونږ په شان په دې نړۍ کې ژوند کوه؛ خو اوس بې وسه په سپېرو خاورو کې پراته دي.

په حدیث شریف کې راغلي:
سول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«کُنْتُ نَهَيْتُکُمْ عَنْ زِيارَةِ الْقُبُورِ فَزُورُوا، فَاِنَّها تُزَهِّدُ فِي الدُّنْيا وَتُذَکِّرُ الآخِرَةَ»
(رواه مسلم، احمد و سنن ترمذی)
ژباړه:
-ما تاسې د قبرونو له لېدلو او ورتګ څخه منع کړي واست؛ خو اوس ورځئ ځکه چې، هغه تاسې ته آخرت درپه زړه کوي.



ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
⫷‌خادم عبدالمنان حقانې حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM
📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


آیا کله مو ددغه شپې په اړه فکر کړی دی.

دا داسې شپه ده چې، انسان له خپل اولاد، مور او پلار، دوستانو او ملګرو څخه جُدا شي، په وحشت او تنهایۍ کې د لمړي ځل لپاره شپه تیروي، چې هلته نه خندا، نه استراحت او نه خوب وي.

اې وروره او خورې !
آیا تا کله هم د همدغې وحشتناکې شپې تصور کړی دی؟

دا هغه شپه ده چې، له وېرې یې پیغمبرانو، صحابه کرامو، د اسلام سترو علماوو ژړلي دي، دا هغه شپه ده چې، شاعرانو یې په وېر کې شعرونه ویلي دي.

دا هغه شپه ده چې، تش تصور او سوچ یې د نړۍ هر څه هېروي، انسان په فکرونو او سوچونو کې لاهو کوي او د ژوند خوږې شېبې ترخې کوي.

اې وروره او خورې!
که ژوند دې هر څومره اوږد شي؛ دا ترخه شپه درپسې ده! کاشکي د قبر یوه شپه وای؛ خو د زهرو یو غوړپ وو تېر کړی به مو وای، دا خو د قیامت تر ورځې پورې ستا کور دی!

دا هغه خاورین ټاټوبی، هغه تنګ ځای، هغه تیاره غار دی چې، لوڅ وي؛ نو د انسان ورڅخه کرکه شي، كه پټ شي او انسان پکې ایسار کړل شي؛ نو څه حالت به یې وي؟

اې وروره او خورې!
قبر د تیارو هغه ډک کور دی، که هلته ته هر څومره په تکلیف یې، که هر څومره په عذاب کې یې؛ نو ستا فریاد څوک نه اوري، دوستان او ملګري به دې نه وي چې، تاسره مرسته وکړي، مور او پلار به دې نه وي چې، زړونه یې درباندې درد وکړي.

اې وروره او خورې!
مخکې له دې چې، قبر ته ولاړ شې، پوره چمتوالی ونیسه!
ځکه الله تعالی په (سُوۡرَةُ المؤمنون) فرمایي:
«حَتّٰىٓ إِذَا جَآءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ»
ژباړه:
-تر دې پورې چې كله له دوۍ څخه كوم يوه ته مرګ راشي؛ نو وبه وايي: اې زما ربه! ما همغې دُنيا ته بېرته ولېږه چې، زه ورڅخه راغلى يم.

آیا مونږ کله هم دا تصور کړی دی چې، کله مونږ په قبر کې د بېرته تګ غوښتنه وکړو او راته وویل شي:
-نه! نه! هېڅکله بېرته نشې تللای!
-اوس توبه ګار شوې؟
-اوس په ګناهونو پښېمانه شوې؟
-اوس د نېکو عملونو په آرمان شوې؟
-همغه ژوند ستا چانس وو، تا خپل چانس له لاسه ورکړی ده!
-هغه کومه ګناه وه چې، تا په خپل ژوند کې ونکړه؟
آیا ته یواځې د خوب، خوراک او څښاک لپاره پیدا شوی وې؟
-هغه ته نه وې چې له نصیحت څخه به تنګېدلې او زما بندګي دې پريښې وه او د خپل نفس د غوښتنو بنده شوی وې؟
-آیا تاته معلومه نه وه چې، په همدغه ورځ به ته د ژوند د هرې شېبې ځواب ورکوې؟
-آیا لمونځ کول او نور نېک عملونه، دروند بار وو چې، تا یې د وړلو توان نه درلوده؟
-اوس توبه ګار شوې؟
-آیا مونږ تاته ښه ژوند او ځواني نه وه درکړې؟
آیا همدغه ژوند دې چې تېر شو، د نېکو اعمالو د کولو لپاره یو غوره چانس نه وو؟
-آیا ته نه وې خبر چې، ته به ضرور مرې او بېرته دُنیا ته تګ نشته؟
-آیا مونږ ته نه وې خبر کړی چې، له مرګ وروسته بل ژوند هم شته چې، هغه ابدي ژوند دی؟
-آیا تاته پیغمبرانو دا دعوت نه وو درسولی چې، دلته یواځې نېک عمل تاته غوره ژوند دربښلی شي؟

دې ټولو پوښتنو ته به بې ځوابه یې او په چغو چغو به ژاړې؛ خو بیا به هغه چغې هیڅ ګټه نه کوي!

اې وروره او خورې!
د مرګ استازی له چا څخه اجازه نه غواړي، هغه ته پاچا او ګدا، امیر او فقیر، ځوان او بوډا بې تفاوته دي، د چا مراعات نه کوي، د چا کورني مجبوریتونه په پام کې نه نیسي، چې زړه یې وي هغه رانیسي!
د مرګ استازی پاچاهان له قصرونو څخه راباسي، فقیران له جونګړو څخه، تنکي ماشومان د مېندو له غېږو څخه، هغه ځوانان چې نوي ودونه یې کړې وي له پالنګونو څخه، ناروغان له روغتونونو څخه.
د مرګ په چا زړه نه سوځي، مرګ د چا پروا نلري، مرګ تل توره په لاس په بې رحمۍ سره، د هرچا غاړې غوڅوي.

اې وروره او خورې!
راځه چې د ژوند په دغو پاتې شېبو کې د قبر د لمړۍ شپې د تیارو د رڼا کولو لپاره یو شمعه ولګوو، که فکر وکړو؛ نو په دُکانونو او د کاروبار په ځایونو او په خپلو کورونو کې مو د ښه ژوند لپاره د سپینې رڼا قېمتي ګروپونه لګولي وي.
که د نېکو عملونو یوه شمعه په همدغه تنګ غار (قبر) کې چې، تکه توره ترږمۍ به وي ولګوو، آیا ښه به نه وي؟

اې وروره او خورې!
قبر کې هلته ملګري، خپلوان او دوستان نشته، یواځینی ملګری چې، زمونږ به ورته سخته اړتیا وي، هغه نېک عمل دی؛ نو بیا ولې په ژوند کې د همدغه ملګري تلاش نه کوو؟

اې وروره او خورې!
هدیره کې تاته مال او دولت نه پکارېږي، هلته خان او غریب په یوه خاورين بستر پراته دي.

اې وروره او خورې!
دا ځواني او دا مستي به مو تل نه وي، یوه ورځ ضرور مرګ راتلونکی دی، راځئ چې نېک عملونه زیات کړو، بیا به هغه ورځ ډېر ارمان کوو، په کومه ورځ چې پر مونږ تورې خاورې انبار وي.


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚



د علماوو ټوکې
...................
★ له امام شعبي رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه چې له یوې ښځې سره مې واده کړی دی، خو اوس مې ولیده چې په پښه ګوډه ده، نو آیا کولی شم واپس یې کړم؟
هغه ځواب ورکړ: "که د ځغاستې مسابقه ورسره کوې بیا خو یې واپس کړه"

★ له ابن عثیمین رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه چې که له ټیپ ریکارډر نه د سجدې آیت واورم آیا سجده واجبیږي؟
هغه ځواب ورکړ:
"هو، خو په دې شرط چې ټیپ ریکارډر به هم سجده لګوي."

★ له امام شعبي رحمه الله څخه یو چا وپوښتل: آیا هغه څوک چې احرام یې تړلی وي، خپل بدن ګرولای شي کنه؟
هغه ځواب ور کړ: هو، ګرولای یې شي.
سړي بیا وپوښتل چې څومره اندازه یې ګرولای شي.
امام شعبي ورته وویل: تر هغه چې هډوکي یې ښکاره شي.

★ یو بل وسواسي سړي بیا پوښتنه ځینې وکړه چې د ږیرې مسح باید څنګه وکړم؟
هغه جواب ورکړ چې لندې ګوتې پکې تیرې کړه.
هغه بیا وپوښتل چې ماته شک رالویږي چې شاید سمه به ادا نه شي.
امام شعبي ورته وویل: نو بیا یې له ماخوستن څخه په اوبو کې خیشتوه، ګوندي سهار ته لنده شي.

★ امام ابوحنیفه رحمه الله نه یو چا وپوښتل: که څوک په نهر/ ویاله کې لمبیږي، نو مخ یې باید قبلې ته وي که بل طرف ته؟
هغه ځواب ورکړ: "مخ باید د کالیو طرف ته وي چې څوک یې غلا نه کړي"

★ ابن عثیمین رحمه الله نه چا وپوښتل چې څوک دعا وکړي، باید له هغه ورسته څه وکړي؟
هغه ورته وویل: "لاس دې کښته کړي"

★ یوه ورځ ابن عثیمین رحمه الله د نکاح په موضوع درس ورکاوو، چې یو سړی راغی او پوښتنه یې ځینې وکړه چې که یوې ښځې سره نکاح وکړم او ورسته خبر شم چې غاښونه یې نه شته، نو آیا دا د نکاح د فسخ کولو مناسب علت دی؟
هغه ځواب ورکړ: "داسې ښځه خو غنیمت ده، لا ښه ده خوله به نه شي درلګولای."

نوټ:
۱ـ که مو ورته وخندل، نو د "أضحکَ اللهُ سِنّک" مسنونې دعا حق درباندې لرم.



ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/LnoEbbEzUioE89fpIKEfyx

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


وهب بن منبه رحمه الله وایي:
چا چې خپل شهوت تر پښو لاندې کړ،
شیطان یې له سیوري هم ډاریږي.
📕الحلية (49/2)


ـــــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــــــــ


رسول الله ﷺ فرمایي:

ډېر بد سړی هغه ده، چې خلک ورسره د بد زبانۍ له امله راشه درشه پرېږدي.
(البخاري: ۶۰۵۴)


ـــــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــــــــ


عمرو بن العاص - رضي الله عنه وایي- :
که چاته د دوزخ اصلي حالت مالوم شي، دومره به وژاړي چې غږ به يې خپ شي،
او دومره زیات لمونځونه به کوي، چې ملا به یې ماته شي.

📚[زوائد الزهد لابن المبارك (1007)]

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/LnoEbbEzUioE89fpIKEfyx

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


اوسنی حاکم نظام او زموږ مسئوليت:
ــــــــــ
که موږ افغانان اوس هم شکر آداء نکړو او ددې حاکم نظام سره مرسته ونکړو نو په رښتيا چي ډېر ناشکره او بې احساسه خلګ يو.
که موږ يو څه صبر وکړو او د نظام په سمبالښت کي د امنيتي، کشفي، استخباراتي او ملکي اداراتو سره په هره برخه کي مرسته وکړو نو هيواد به مو د يوه قوي او ټول شموله حکومت خاوند سي.
لکه زموږ د اسلامي نظام مشران چي په هيواد کي د نيکو خلګو پسې ګرځي زموږ نيک خلګ بايد د نظام د مشرانو پسې وګرځي هغوی پيدا کړي او خپلي نيکي مشورې ورسره شريکي کړي.
مجاهدينو په خپلو وينو او ستړياوو باندي نظام حاکم کړ اوس يې پوره جوړېدل او ساتل د هر افغان وظيفه ده.
الحمدلله په هیواد کي امنیتي ستونزي ختمي دي مالي ستونزي هم لنډمهالي دي که موږ خپله حوصله له لاسه ور نکړو هر څه به په پوره توګه برابر سي.
مولوي نورالحق مظهري

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/LnoEbbEzUioE89fpIKEfyx

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د کونډو او مسکينانو سره د مرستي ثواب:
ــــــ
د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د کونډو او مسکينانو سره مرسته کوي هغه داسي دی لکه د الله په لاره کي مجاهد، يا لکه هغه څوک چي ټوله شپه عبادت کوي او هره ورځ روژه نيسي.
که زموږ تجاران او سرمايه داران ددې ثواب غوښتونکي وي نو په خپل وطن کي دي ددغه دوو طبقو انسانانو سره ډېره مرسته وکړي چي له بده مرغه زموږ په هيواد کي دغه دوې طبقې مجبور انسانان ډېر هم دي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالْمِسْكِينِ كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللهِ ، أَوِ الْقَائِمِ اللَّيْلَ الصَّائِمِ النَّهَارَ.[صحيح البخاري 5353]


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
⫷‌خادم عبدالمنان حقانې حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/LnoEbbEzUioE89fpIKEfyx

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚



حدیث شریف:رسول الله ص فرمایلی دی:چي‌الله تعالی فرمایي:

اې زما بنده ګانو! یقیناً ما پر خپل ځان باندي ظُلم حرام کړی دی، نو پر تاسو باندي مي هم همدا ظلم حرام ګرځولی دی، نو تاسو یو پر بل باندي ظلم مه کوئ!

اې زما بنده ګانو! په تاسو کي هر یو په تاوان کي دی، بغیر د هغه چا، کوم چي ما ورته‌ لارښوونه کړې ده؛ نو تاسو زما څخه د هدایت غوښتنه وکړئ زه به هدایت درته وکړم.

اې زما بنده ګانو! یقیناً تاسو په شپه او ورځ کي خطاکېږئ، ګناهونه کوئ، او زه د ټولو ګناهونو بخښونکی یم؛ نو تاسو زما څخه د بخښني غوښتنه وکړئ زه به تاسو ته بخښنه وکړم.

اې زما بنده ګانو! تاسو به هیڅکله ونه توانېږئ چي ماته ضرر راورسوئ او نه به هیڅکله ونه توانېږئ چي ماته ګټه ورسوئ.

رواه مسلم [ رقم : 2577 ]

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
⫷‌خادم عبدالمنان حقانې حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/LnoEbbEzUioE89fpIKEfyx

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


تر سهاره د پیغلی سره په یوه کوټه کی !
له پـــــــــند څخه ډکه قصه ده وي لولئ.....

تروږمۍ وه شپه پخه وه چی دروازه ورته ټک ټک شوه

ځوان : څوک یی ؟

پیغله جينۍ : زه یم ، یوه مسافره يم ، چی ملگرو پریښی یم ، لار رانه ورکه ده ، دشپی دتیرولو ځای می نشته که لگ شپه راته راکړئ ؟ !

ځوان : هله ژر شه راننوزه چی بهر درته کوم تکلیف ونه رسيږي .
جینۍ کوټی ته په ويره ويره ورننوځی ...
هلک ورته شمعه بلوی اوخپل کټ ورته پریږدی ، ورته وایی : کټ کی ته ویده شه ...
زه به دکوټی په هغه بل اړخ کی ددیوال تر څنگ ویده شم ،ځوان کتاب راواخیست ، وړاندی دکوټی په یو گوډ کی یی د خوب اراده وکړه ...

تنکي ځوان سره کتاب په لاس وو په مطالعه یی ځان بوخت کړ خو ،شیطان یی په مسلسل ډول لمڅوی چی د پیغلی
دا ځوانی !
دا حسن !
دا توره شپه !
دا یوازی کوټه !
د پیغلی جینۍ دزړه نه هم یو الله تعالى خبر دی ، په زړه به یی څه تیریگی ؟ !
پیغلی ډیر په ویره ویره ځان په کمپل کی تاو راتاو کړ یوازی یی سترگی کولاو او ښکاره پریښودی چی دځوان دحرکاتو څارنه وکړی
الله مه کړه هسی نه چی دبدو اراده ونه کړی او عزت ته یی صدمه ونه رسیږی .

دځوان ناشنا حرکات اوغريب اوعجيب تعامل :

ځوان د لگ وخت نه وروسته یوه گوته شمعی ته وروړاندی کړی دیو څو دقیقو په نیولو یی گوته وسوزی ،لگ وخت وروسته بیا بله گوته شمعی ته ونیسي ، ان تردی چی پنځه واړه گوتی يي تر سهاره وسوزولی ـ

پیغله جینۍ فکر کوي چی کوم پیري سره یی شپه راغلی او کیدای شی چی دگوتو په سوزولو کوم خپل زانگړی عبادت ترسره کوي
له دی ویری مسافره پيغله تر سهاره بیداره وه
اه !
اه !
اه !
ترسهاره نه تنکی ځوان ویده شه او نه مسافره پیغله ...
ناشنا !!!
تنکی زوان خپلی گوتی سوزوي او مسافره پیغله یی په حیرانتیا ننداره کوي
چی سهار شو ځوان زخمی زخمی لاس دململ په کپړه وتاړه ، او پیغلی نه یی تپوس وکړ چی کور دی کوم ځای کی دی ؟
له پوره ادرس اخیستلو نه وروسته یی پيغله خپل کورته ورسوله .
ځوان تری بيرته راستون شو ...
پیغله چی کله کورته روغه ، رمټه اوباعزته ورسیده دالله شکر یی ادا کړ او دځوان تعامل ته په حیرت آنگیز ډول دسوچونو په دریابونو کی لاهو شوه ـ

پیغلی خپله کیسه کټ مټ خپل مور او پلارته وکړه خو مور او پلار یی کله منی ؟ !
بس سم دلاسه دواړو هوډ وکړ چی دخبری حقیقت ځانته معلوم کړي پلار یی دځوان کور ته دتللو تکل وکړ او د یو لری مسافر په بڼه یی ځان برابر کړ او په ځوان میلمه شو .

ځوان یی ولید چی لاس یی لاتړلی دی ،
د سوزدلی لاس ټپونه یی لا نه دی ښه شوی ،
شپه تیره شوه د ځوان نه یی سهار دلاس دسوزیدلو دسبب تپوس وکړ ؟
په جواب کی ورته ځوان کټ مټ خپله کیسه وکړه ،چى يوه شپه مى داسى يوه پيغله يي ميلمنه وه ...

شیطان به راته دگناه وسوسه اچوله خو مابه ژر ژر گوته دشمعی اور ته ونیوله او دجهنم اور به می زانته رایاد کړو .

په دی موخه چی شیطان رابندی زورور نه شی ، تر سهاره مى ګوتى ټولى سوزولى وى ،په دی طریقه الله تعالی زه له گناه وساتلم الحمدلله .

دپیغلی پلار ورته دخپل کور دورتللو دعوت ورکړ ځوان دعوت قبول کړ خو ځوان لا نه وو خبر چی سپینږیری مسافر څوک دی ؟
کله چی یی کورته ورغی نو دروغبړ نه وروسته یی ورته دخپلی لور دنکاح پيشنهاد وکړ ،ځوان قبول کړه دځوان چی اوله شپه شوه پیغله یی وپیژانده چی داخو هغه دگلابو گل دی ، چی د حسن له امله یی ترسهاره شیطان خوب ته پری نه خودم ـ

دا خو هغه پیغله ده چی دمینی اور یی راله له یوی لوری دننه زړه سوزولی و ، او له بلی لوریی راله نازک لاس .

ځوان هلک دخوشحالۍ سعادت اومزو ژوند پیل کړ .

ګرانولوستونکو !

داټول ولی ؟
ځکه چی :

چا د الله تعالی دپاره څه پریښودل ،الله تعالی به ورته له هغی نه خیر عوض ورکړی ،ځوان ته دیوی شپی په صبر د ټول عمر خوشحالی الله ور نصیب کړه ـ

تقوا
تقوا
تقوا

الله تعاله دی موږ او تاسو ته حقيقى تقوا نصيب کړى .
دغبرت لپاره يى شيرکړى

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
⫷‌خادم عبدالمنان حقانې حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


په مدينه منوره کې د ولاړ ريل ګاډي حقيقت
د عثماني خلافت ( 34 ) خليفه سلطان عبدالحميد ( رحمه الله ) د خپل وخت يو ښه شاعر او د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) عاشق هم و .
د نوموړي د خلافت پر مهال د ترکيې څخه تر مدينې منورى پورى د ريل ګاډي د پيل کولو پروګرام او منصوبه جوړه شوه چې نن هم هغه پټلۍ په مدينه کې شته دى او د ترکيې د ريل ګاډي د سټيشن يا تم ځاى سره شهرت لري ؛ هغه مهال د ريل ګاډي انجن په کويلې سره چليده ، هر کله چې هر ډول تيارې مکمل شو نو د افتتاح لپاره يې په مدينه منوره کې سلطان عبدالحميد ( رحمه الله ) راوغوښت خو کله يې چې انجن چالان کړ نو د ګړب ګړب يو تيز اواز ورسره پيدا شو او شور يې جوړ کړ چې په دى سره د سلطان عبدالحميد ( رحمه الله ) رنګ له غوسى څخه بدل شو ، لرګې يې راواخيست او د ريل ګاډي په وهلو يې پيل وکړ او دا نعره يې وهله چې : د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) په ښار کې دومره لوړ غږ ويستل !!!
ادب ګا هست زير اسمان از عرش نازک تر
نفس ګم کرده مى ايد جنيد و بايزيد اينجا
له هغى مهال تر اوسه څه د پاسه سل کلونه وشول چې دا ريل ګاډې اوس هم په مدينه منوره کې چوپ او خاموشه ولاړ دى او هيڅ غږ يې له خولى څخه نه وځي ، دومره ادب چى د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) په ښار کې يې د ريل ګاډي لوړ غږ هم برداشت نه کړ له همدى څخه يې د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) سره د محبت اندازه ولګوئ ! رب تعالى دى زموږ او ستاسى د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) محبت او شفاعت نصيب کړي .

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM
📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


داسي مکوه چي بې وروره او بې ملګري پاته سې!
ــــــــــ
ژباړه: فضيل بن عياض وايي: څوک چي بې عيبه ورور غواړي هغه به بې وروره پاته سي.
يعني هيڅ داسي څوک نسته چي عيب دي ونلري نو ځکه د کوم عیب په خاطر د چا سره وروري او ملګري مه پرې کوه ځکه که د بې عيبه ورور او ملګري پسې ګرځېدلې نو بې وروره او بې ملګري به پاته سې.
قَالَ فُضَيْلُ بْنُ عِيَاضٍ: مَنْ طَلَبَ أَخًا بِلَا عَيْبٍ بَقِيَ بِلَا أَخٍ.[شعب الايمان8027]
مولوي نورالحق مظهري


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM


📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


یو ځای عمر خوړلي پلار په ټکنده ګرمۍ کې تر سره لمر لاندې کار کاوه، ۲۶ کلن زوی یي دفېسبوک پر پاڼه داسې ولیکل: د ټولو پلرونو د سلامتۍ په هیله.

بل ځای یوه مور د سهار په ۵ بجو له خواږه خوبه پاڅېده، دکور په کارونو بوخته شوه. لور یې د ماسپښین په دوو بجو له خوبه پاڅېده. څو شېبې وروسته یې پر فیسبوک ولیکل ( زما مور زما ټوله شتمني ده.)

په همدې شېبه کې مور دلور کوټې ته ورغله؛ لور یې په لوړ غږ ورته وویل زر ځله مې درته ویلې چې زما کوټې ته بې اجازې مه راځه نه پوهیږې ؟؟؟

پوست یې پر فیسبوک ډيرو کسانو خوښ کړی و، خو مور یې خفه له کوټې ووته. بل ځای یو کس پر یوه تابلو کار کولو. ښایي تکړه رسام و. خپل کار یی خلاص کړ تابلو یی پر دیوال ولګوله. مېرمن یې را ننوته، خاوند ته یې مخ کړ په آرمه یې وویل:

– د ورور پوښتنې ته دې نه ورځې؟ څو ورځې کېږې چې ناروغ دی.

سړی په غوسه شو؛ په ترخه غږ یې ورته وویل؛ نن کار لرم، حوصله نه لرم چې ورشم، خو پر تابلو لیکلي و، د یو بل په ارزښت پوه شئ.

ډیر خلک همداسې دي، ځانونه یو ډول ښيي خو اصلیت یې بل ډول دی.

ژباړن: حامد احمدزی

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د خوراک څښاک د وخت ذکر

د خوراک څښاک شروع کولو په وخت له
ټولونه مخکي اول بسم الله الرحمن الرحيم
بايد وويل شي څنګه چي حديث کي راغلي

يوه ورځ نبي عليه السلام خپلو صحابه کرامو
ته اوفرمائيل کله چي تاسو خوراک شروع کوى
نو دا وايى بٙسْمِ اللهِ وٙعٙلٙى بٙرٙکٙةِ اللهِ

1مشکوة باب الدعوات فى الاوقات
فصل دوم 2مشکوة کتاب الا طعمه
فصل اول و عون المعبودص 410ج4
و کتاب الاذکار ص102

3 د حضرت عائشه رضى الله عنها نه روايت دى
چي نبي عليه السلام اوفرمائيل چي کله يو کس

خوراک شروع کړې او بسم الله تري هېره شي
نو کله چي ورته ياد شي نو دا د ووايې

بِسْمِ اللهِ اٙوّٙلٙهٌ وٙآخِرٙهٌ

د حضرت ابو ايوب رضى الله عنه نه روايت دى
چي کله به نبي عليه السلام خوراک وکړو يا به
يې اوبه وڅکلي نو دا به ئې ويل

اٙلْحٙمْدٌاللهِ الّٙذِىْ اٙطْعٙمٙنٙا وٙسٙقٙنٙا وٙجٙعٙلٙنٙا مِنٙ الْمٌسْلِمِيْن

حضرت ابو ايوب انصاري رضى الله عنه فرمايې
چي نبي عليه السلام به کله خوراک څښاک کولو
نه پس دا دعا ويلې

الحمدالله الذى اطعم وسٙقٙى وٙسٙوّٙغٙهٌ وٙجٙعٙلٙ لٙهٌ مٙخٙرٙجًا

مشکوة کتاب الاطعمة فصل دوم د سنن ابى داود په بعضو نسخو کي من المسلمين دى

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉

20 last posts shown.

2 427

subscribers
Channel statistics