اونیز راپور:
په تیره اونۍ کې په هیواد کې د ۱۰ امریکايي اشغالګرو په ګډون ۸۹۸ تنه د دښمن عسکر وژل شوي او ټپيان دي
د الفتح عملیاتو په لړ کې په تیره اونۍ کې د هیواد په ۳۱ ولایتونو کې د دښمن په مقابل کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا ۳۴۱ لوی او واړه بریدونه وشول.
دغه بریدونه په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، سرپل، غور، هرات، فراه، کنړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردګو، کاپيسا، پروان، غزني، زابل، کندهار، هلمند، ارزګان، نیمروز، دایکندي، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د دښمن په مراکزو، پوستو، قطارونو او اهدافو ترسره شول.
د تیرې اونۍ د عملیاتو په ترڅ کې د ۷ امریکايي اشغالګرو عسکرو او ۱۴ داخلي قومندانانو په ګډون د دښمن ۵۸۰ تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي، د ۳ امریکايي اشغالګرو او ۶ داخلي قومندانانو په شمول ۳۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
ورسره ۲ قومندانان او ۱۹ عسکر ژوندي نیول شوي او ۱۴۱ تنه نور عسکر او پولیس پخپله خوښه مجاهدینوته تسلیم شوي دي.
همدا ډول له دښمن څخه ۲۶ پوستې او مراکز فتحه شوي، ۸۳ هاموې ټانګونه او رینجر موټر له منځه وړل شوي، ۶۱ میله سپکه او درنه وسله له خورا ډیرو مهماتو سره تر لاسه شوې.
داډول بریدونه او دښمن ته درانه تلفات په داسې مهال اوړي چې په دا وروستیو کې یوې امریکايې څارګرې ادارې سیګار هم د مزدور دښمن او امریکایانو له درنو تلفاتو څخه پرده پورته کړې ده.
کله چې دښمن دا ډول درانه تلفات ګوري او له مخنیوي څخه يې عاجزه کیږي؛ نو له ولسي خلکو غچ اخلي او په عامو کورونو شپنۍ چاپې وهي، ړندې او بې هدفه بمبارۍ کوي چې له امله يې عامو خلکو ته تلفات اوړي او په افغانستان کې د امریکایانو او ملاتړو جنګي جنایات برملا کوي، یادې موضوع ته د بشرحقوقو د څار نړیوال سازمان په وروستي راپور کې اشاره شوې ده.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۱/۳/۱۴۴۱هـ ق
۱۷/۸/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/11/8م