Forward from: عزیزالرحمن ایاس
نــــــــــعـــــــت!
لا مثال،په کمال،په جمال، فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
صحابه یې اشراف،زښته ډېریې اوصاف
وهر فرد د نړۍ، ته یې ور کړ انصاف
ده پر هر مؤمین زړه،د جانان نامه چاپ
ظالمان به یې کړي،له پاک دین انحراف
نازولی دی ډېر، زوالجلال فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
جهالت توري شپې، له نړۍ ورکېدې
په راتلو د جانان، راغلې سپینې سپېدې
جانان راوړه تحفه، پوره دیرش سیپارې
د زړه سر او ارام، د بي بي آمینې
په ښایست کې دی لوړ، تر هلال فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
د دې ژوند حقیقت،دی د رب لوی رحمت
راز د پاک عشق ایثار،او د سپین محبت
جهالت یې کړ ورک، په اعلا علمیت
د عمر شجاعت، د صدیق صداقت
تور جهان په اسلام، کړ سمبال فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
په ښه نرم مزاج،یې کفار سول احتیاج
له مکې یې کړ ورک، د لادینو رواج
لا تر اوسه یې شته، پر مؤمین جهان راج
سو عجیب ښه مثال،د تیارو د اخراج
کړل حیران په ښه خوی،دونیاوال فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
څرک د تک سپین سهار، د رڼو ستورو یار
د رنځور زړه ارام،د رنځور زړه کرار
د ښایسته محبت، یې (ایاس)کړي اظهار
پر نامه یې مني، سرې سکروټې او دار
که قبول مې کړي سوال،د وصال فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
عزیزالرحمن ایاس
1400/05/05
09:05pm
@Ayas_Aziz
لا مثال،په کمال،په جمال، فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
صحابه یې اشراف،زښته ډېریې اوصاف
وهر فرد د نړۍ، ته یې ور کړ انصاف
ده پر هر مؤمین زړه،د جانان نامه چاپ
ظالمان به یې کړي،له پاک دین انحراف
نازولی دی ډېر، زوالجلال فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
جهالت توري شپې، له نړۍ ورکېدې
په راتلو د جانان، راغلې سپینې سپېدې
جانان راوړه تحفه، پوره دیرش سیپارې
د زړه سر او ارام، د بي بي آمینې
په ښایست کې دی لوړ، تر هلال فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
د دې ژوند حقیقت،دی د رب لوی رحمت
راز د پاک عشق ایثار،او د سپین محبت
جهالت یې کړ ورک، په اعلا علمیت
د عمر شجاعت، د صدیق صداقت
تور جهان په اسلام، کړ سمبال فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
په ښه نرم مزاج،یې کفار سول احتیاج
له مکې یې کړ ورک، د لادینو رواج
لا تر اوسه یې شته، پر مؤمین جهان راج
سو عجیب ښه مثال،د تیارو د اخراج
کړل حیران په ښه خوی،دونیاوال فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
څرک د تک سپین سهار، د رڼو ستورو یار
د رنځور زړه ارام،د رنځور زړه کرار
د ښایسته محبت، یې (ایاس)کړي اظهار
پر نامه یې مني، سرې سکروټې او دار
که قبول مې کړي سوال،د وصال فیغمبر
دی محبوب د ریښتیني بلال فیغمبر
عزیزالرحمن ایاس
1400/05/05
09:05pm
@Ayas_Aziz