یوسفي ښکلا
ـــــــــــــــــــــــ
په لمبو کې یې چې سوی سکور وجود شي
وینه مشک شي د تندي خوله یې عود شي
عجیب کیف وي ښایستونه ورته رام شي
په سپین مخ یې عنبرینې زلفې دود شي
یوسفي ښکلاوې شیندي یار شهید وي
جنتي غېږه کې پروت سر یې مقصود شي
د کوثر تنده یې دومره پسې واخلي
دژوندون ذوق یې په سترګو کې نابود شي
د زخمو درد یې ورېښمینه غېږ ټکور کړي
د عینا حسن یې غېږه کې موجود شي
ستا د زړه عطر ورینه فضا پرېږدي
بس د حورو تر کالۀ پورې محدود شي
اې عزیره یاقوتي بشر ټوټې شي
د دیدن بهأ یې فوق العنجرود شي
قاري عزیر
ـــــــــــــــــ
ـــــــــــــــــــــــ
په لمبو کې یې چې سوی سکور وجود شي
وینه مشک شي د تندي خوله یې عود شي
عجیب کیف وي ښایستونه ورته رام شي
په سپین مخ یې عنبرینې زلفې دود شي
یوسفي ښکلاوې شیندي یار شهید وي
جنتي غېږه کې پروت سر یې مقصود شي
د کوثر تنده یې دومره پسې واخلي
دژوندون ذوق یې په سترګو کې نابود شي
د زخمو درد یې ورېښمینه غېږ ټکور کړي
د عینا حسن یې غېږه کې موجود شي
ستا د زړه عطر ورینه فضا پرېږدي
بس د حورو تر کالۀ پورې محدود شي
اې عزیره یاقوتي بشر ټوټې شي
د دیدن بهأ یې فوق العنجرود شي
قاري عزیر
ـــــــــــــــــ