د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وایي، افغانستان له انزوا سره نه دی مخ او له بېلابېلو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.
نوموړي زیاته کړې، چې نور هېوادونه د اسلامي امارت په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تر دې وړاندې د افغانستان وضعیت منزوي بللی و.
#مليتلویزیون
د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇
https://t.me/passportafghan