حافظ محسن احسان


Channel's geo and language: Iran, Persian
Category: not specified


شعر د زړه وضاحت دی

Related channels

Channel's geo and language
Iran, Persian
Statistics
Posts filter




سفرنامه: د ژوند ستر ارمان ته د رسیدو سفر

د دې سفر موخه او ارزښت

زما د ژوند تر ټولو ستر ارمان د پوره کېدو په درشل کې دی. زما په ژوند کې دوه ستر ارمانونه دي، چې له هغې جملې نه تر ټولو لوی ارمان دا دی چې د رسول الله ﷺ روضه مبارکه ووینم، هغه ځای ته ورشم چیرته چې هغه ﷺ او د هغه مبارک یاران، صحابه کرام، د اسلام مبارک دین ته مزلونه کړي دي. دا ارمان زما د زړه هغه غوښتنه ده چې له هغې پرته ما ته دنیا او مال هېڅ معنا نه لري.

نن ورځ زما دا هیله پوره کېدونکې ده، او زه په شکرګذارۍ کې ډوب یم. زما زړه د حرمینو د سپیڅلو ځایونو د لیدو لپاره په بې صبرۍ ډک دی، هلته چې د ایمان رڼا خپره شوې، او نړۍ ته د حق پیغام رسول شوی.

احساسات د دې مقدس سفر په اړه

احساسات مې دومره ژور دي چې د بیان لپاره ټکي مې کم دي. د سفر پیل نېټه مې ټاکل شوې ده؛ ماښام 6:30 بجې پرواز دی، خو زما زړه ته لا اوس هم نه لوېږي چې زه به د مکې او مدینې په سپیڅلو ځایونو قدم کښېږدم. دا وخت چې زه د دې سفر مقدمه لیکم، سهار 7 بجې دي، خو زما له سترګو اوښکې تویېږي او د مبایل سکرین هم په ښکاره توګه نشم لیدلی.

ای الله! ته خو زما زړه ته ډاډ ورکړه. ستا په لور سفر زما لپاره یو خوب و، او نن دا خوب په حقیقت بدلېږي.

د حرمینو مینه او د زیارت هیله

د اسلام د مبارک دین د فاتحینو تاریخ او د رسول الله ﷺ سیرت مې تل خپلو ملګرو او مینوالو ته وړاندې کړی دی. ما تل د دې تاریخونو مطالعه کړې او د مدینې منورې د زیارت لپاره مې زړه سواندېده.

کلونه مخکې چې ما د تعلیم الاسلام راډیو په خپرونو کې د مولوي عنایت الله علمي صاحب خبرې اورېدلې، زما د زړه هیله د حرمینو لیدو لپاره نوره هم زیاته شوه. بیا مې د سیرت نبوي ﷺ مطالعه پیل کړه، او د مدینې منورې د ښکلو ځایونو لپاره مې داسې تلوسه لرله چې تصور یې هم نشم کولی.

یو وخت مې یو ملګري ته چې حج ته یې نوم لیکنه کوله، وویل: "تاسو ډېر بختور یاست چې د دې مبارک سفر لپاره چمتو یاست." خو په زړه کې مې دا باور نه و چې زه به کله دې ځایونو ته ورسېږم. ما خپل ځان ته ویل، زه یو عاجز یم، چې د ژوند هیڅ ډول مالي امکانات نه لرم؛ دا سفر به ما لپاره ناشونی وي.

خو الله پاک د خپلو بندګانو لپاره هغه لارې پرانیزي چې انسان یې تصور هم نشي کولی. زه چې نن ورځ دې مبارک سفر ته روان یم، دا ټول د هغه مهربان استاد، محترم حمدالله خالد حیدر صاحب د هڅو برکت دی.

د خپلو مینوالو لپاره ځانګړی پیغام

درنو لوستونکو او مینوالو!
ما ته هیڅ امکان نه و چې د دې سفر مصارف برابر کړم، خو الله پاک خپل بندګان د هغه لارې ته رهنمايي کوي چې انسان یې هېڅ تمه نه لري. تاسو هم خپلې حقیقي هیلې او غوښتنې الله پاک ته وړاندې کړئ، او هغه ته توکل وکړئ.

زه د الله پاک څخه د هغه استاد لپاره دعا کوم چې زما د دې مبارک سفر لپاره یې لاسنیوی وکړ. تاسو هم له زړه دعا وکړئ. د دې سفر په ترڅ کې به زه د خپلو احساساتو او تجربو یادښتونه ستاسو سره شریک کړم، ترڅو تاسو ته د دې مقدس سفر برکتونه او روحاني تجربې وړاندې کړم.

ستاسو ورور:
محسن احسان


النبوي اداره یې وړاندي کوي
دسلطان محمودغزنوی (رح) اړوند ترنم دجناب محسن احسان صاحب له قلم څخه

کسر
ورک دژوندمزل کی ددنیا لاره ویان راوله
خدایه پردی لاره هغه تللی کاروان راوله
هیلی چی ژوندی شی بیاحیات ومومی ژوندواخلی
محمودی غزنوی غوندی یوبل قهران راوله

کرښی: محسن احسان
غږ:حافظ شفیع الله شافر
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131




الخالد اداري لخوا وړاندی کیږی
نوی مصری
کسر
ده تورلحد غاړی ته راشه
حق می راخپل کړی بیا به نه وی دیدنونه

اواز, قاری الفت ځلاند
شاعر, محسن احسان
#الخالد_ترانو_سترمرکز
https://t.me/Al_Khalid_com




سرونه

افـــتخـار کړي زمــانې په دې سرونو
هــــاوســیــږي پرګنې په دې سرونو

په جـــګړو انــقلابــو او طـــوفانو کي
لا به هسکي وي شملې په دې سرونو

چـــاته ټیټ نه شول الحـمــدلله شکر
شــــولې ډکــي هدیرې په دې سرونو

اُجرتي قاتله ښــه غوږونه خلاص کړه
سختي شوي دي حملې په دې سرونو

څوک دې نه جنګوي مونږ سره سرونه
موږ ګټلي دي جـګړې په دې ســـرونو

چــــي د دین وطــن په مینه قربانیږي
محسن  ليکـي تـــرانې په دې سرونو


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
ډیکلومه

ګرځو لا په ځمکه له اسمانه پاتي شوي یو

غږ محسن احسان
شاعر قاري سعید


مُناجات

اول شـکر دی پیـدا دې چـې انسان يم
او بـیا شـکر دی چـې خدایه مسلمان يم

اِنس و جِــن دې پیـــداکړي دې خالقه
ســتا و دې عظـیم قدرت لره حیران یم

مغــفرت غــواړم لـــه تـــانه ذوالجـــلاله
ای غفوره ســـتا بنـــده ډک له عُصیان یم

د ستا څـومره لوی احسان دی پر ماباندي
اُمتـــي چـــې د نبـــي اخیــر زمان یم

لتا ډیر په دې راضي یم او خوشحال یم
چـــي روان پـــه پـــاکه لاره د نُعمان یم

په رضا که دې کامل او تام سِنګــار سم
بیا به څومره ګران پر حورو او غِلمان یم

له لحده تر محشر چې سپین مخ درشم
په ځـــانګړي حیث په دغسي ارمان یم

ما معاف کړه ما عاصي ته بخښه وکړه
ستا بنده ستا ګُنهکار محسن احسان یم


النبوي اداره یې وړاندي کوي

کسر

لالیه ستا د حسن زور دی
زړه مې د غم پر نیلی سپور دی
کاروان د هیلو مې نسکور دی
پر تا مې باندي د زړه پور دی
کله پریږدم دي تا مې زړه وړی مئینه

ترنم احسان الله احساس
شاعر محسن احسان

#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
نوی ترنم ډیرژر

کسر

لالیه ستا د حسن زور دی
زړه مې د غم پر نیلی سپور دی
کاروان د هیلو مې نسکور دی
پر تا مې باندي د زړه پور دی
کله پریږدم دي تا مې زړه وړی مئینه


ترنم احسان الله احساس

شاعر محسن احسان


د تور لحد غاړي ته راشه
حق مي راخپل کړه بیابه نه وي دیدنونه

خدایه وریځ د امن ساته
چي باران شنه کړي د وطن دښتي باغونه

د استقلال باد پري لګیږي
د وطن ونې به ضرور سپړي ګلونه

ښایستې سترګي خدای درکړې
په ماشاءالله سره دیاره دیدن کومه

وروره نیستي د خپه نشې
چي حالت ښه شي بیا به وکړو مجلسونه

د اسیا زړه افغانستانه
په تاریخونو دي ښایسته زرین بابونه

سترګي دي یاره مسیحا دي
د مرګ په خوب ویده خلګ راویښوینه

څه نامردي دي وکړه خوار شې
اوس دي پیغور د خلګو زه وړمه مینه

فکري جکړه د اشغال شروع د
فکر ازاد کړی کنې کړئ به ارمانونه

زړه به مي څنګه ورغیږې
د جانان سترګو دي پرې کړي ګُزارونه

د ترنم په ټال کي ځانږم
که نه زنګیږم ستا هجران مي زنکوینه

یخه هوا د خوږ باران د
څاڅکو ته ګورم یاره تا رایادومه

د وره تر شا ورته نارې کړم
نارې مي اوري په زړه سخت غږ نه راکوینه

زړه به مې ولي پرهر نه وي
چې مي پرې ناز کړ اوس یې راکړ جوابونه

وعده دي وکړه خو رانغلې
زه به مدام ستا د راتلو لاري څارمه

څنګه وختونه تیر شو یاره
نه مي هیریږي ټول په زړه کي ګرزومه

ستا د دیدن په طمعه ناست یم
کله به وکړم ستا د سپین مخ دېدنونه

د محبتنو باران اوري
که خدای کوله نور به ورک کړي نفرتونه

توره ګټل د استقلال کړي
ساتنه هم کړي له هیواد څه قلمونه

ته د ننګیالیو زلمو کور یې
محسن احسان درته کومه سلامونه


Forward from: الزمزم خپرندويه اداره
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د یوه داستان پای


Forward from: الزمزم خپرندويه اداره
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
اقصی شهید


لالیه ستا د حسن زور دی
زړه مې د غم پر نیلی سپور دی
کاروان د هیلو مې نسکور دی
پر تا مې باندي د زړه پور دی
کله پریږدم دي تا مې زړه وړی مئینه

که مسافر که مهاجر دی
ربه خوشحال که مرور دی
دی د کوز کلي که د بر دی
مودو مودو نه در په در دی
نور یې راستون کړه زه دعا درته کومه

ژیړکی لمر د مازدیګر دی
لمر دی ولاړ د غره پر سر دی
ربه راستون کړه مهاجر دی
پردي وطن کې در په در دی
هر مسافر ته کړه نصیب خپل وطنونه

مسافري د بل وطن ده
خواره خواري د بل وطن ده
سخته ګرمي د بل وطن ده
څه فردیسي د بل وطن ده
کله به اخلمه له خپل کلي خوندونه

سترګي راپور ته کړه لالیه
دیدن دي غواړمه زړګیه
د ښایستونو سکنیه
د وخت اتله مېړنیه
پاک الله کړي دي پر تا ډیر احسانونه

وه زېړی لمره ته ګواه شه
ورک مهاجر بیرته را شه
یاره راځه نور را پخلا شه
لاسونه پورته په دعا شه
محسن احسان دي یاره زه ډېر یادومه


النبوي اداره یې وړاندي کوي
کسر
ده تور لحد غاړي ته راشه
حق مي راخپل کړه بیابه نه وي دیدنونه

آوازقاري امین الله روحاني
شاعرمحسن احسان
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131




Forward from: قاري امین الله روحاني
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
ده تور لحد غاړي ته راشه
حق مي راخپل کړه بیابه نه وي دیدنونه

آواز
قاري امین الله روحاني
شاعر
محسن احسان
ټیلیګرام چینل
https://t.me/qariaminallahroohani
یوټیوب چینل
https://youtu.be/ZsQZ86ngyvs?si=_ODT29yKlMN5NF_u


نوی ترانه

دالسلامی نړی غمخوراتل شاهین راوله
خدایه اقصی ته بیاسلطان صلاح الدین راوله


ترانه ویونکی
حافظ عبدالمالک حنفی

شاعر
محترم محسن احسان


🌷ډیر ښکلی نوئ مناجات🌷

🌹•┈• ❀🌸🌷🌸 ❀ •┈•🌹
محمد آمین عمرخیل/

شاعر ـ محسن احسان

20 last posts shown.