أموي خلافت: الحلقة (۱۶)
د حضرت علي کرم الله وجهه سره بیعت ، او د حضرت عثمان رض د قاتلینو په هکله اختلاف.
د حضرت عثمان رض د شهادت وروسته صحابه کرام و حضرت علي کرم الله وجهه ته ورغلل او ورته ویي ویل چي تر تا بل أهل او لائق نسته ، لاس راکړه بیعت درسره کوو. حضرت علي کرم الله وجهه په أول وخت کي د خلافت مسئولیت نه خوښاوه ، مګر بعضو صحابه کرامو په ډیرو زاریو قناعت ورکړ او ده ورسره موافقه وکړه ، حضرت علي رض خلیفة و ټاکل شو ، په همدي وخت کي د حضرت عثمان رض د میرمني نائلي خط و حضرت معاویة رض ته ، وشام ته ورسید ، او ورسره یي د حضرت عثمان رض هغه په وينو لړلی قمیص او ددي قطع شوي ګوتې هم لیږلي وي ، حضرت معاویة رض ته چي کله دا شیان ورسیدل د منبر پر سر یي وځړول ، او بیا یي وژړل او قسم یی وکړ چي انتقام به یي أخلم ، دلته د شام پنځوس زره نور شیوخ را ټول سوه او د حضرت عثمان رض په وینو لړلي قمیص لاندي یي ژړل ، ټولو عزم کړی وو چي غچ به یي اخلي .
دا خبر و مدیني منوري ته ، صحابه ئي کرامو او أمهات المؤمنین ته ورسید ، په نتیجه کي یي صحابه کرام پر څلور ډلو وویشل سوه.
أوله ډله : چي دا د حضرت علي کرم الله وجهه همنظره وه ، دوی دا رایه درلودل چي د حضرت عثمان رض د قاتلینو قصاص دي د څه وخت لپاره و ځنډول سي ، تر څو حالات برابر سي ، د فتنې بل شوی أور مړ سي ، داسي نه چي هر والي له ځان څخه په هغه ښار کي خلیفه جوړ کړي ، او اسلامي أمت سره ټوټه ټوټه شي ، چي کله حالات معتدل شوه ، د ټولو أمراؤ څخه بیعتونه واخیستل شوه بیا به د حضرت عثمان رضي الله عنه قاتلین و محکمي ته وړاندي کوو او قصاص به ورباندي تنفیذ کوو ، مګر اوس یي وخت ندی ، حالات و دي ته ندي برابر چي هغه خوارج را ټینګ کړل شي د قصاص د پاره.
دوهمه ډله: هغه کسان وه چي د حضرت علي رض سره یي بیعت کړی وو ، مګر فورا یي د حضرت عثمان رض د قصاص غوښتنه کول ، په دي ډله کي أم المؤمنین بي بي عائشة رض او طلحة بن عبیدالله او زبیربن العوام او نور صحابه کرام داخل وه.
دریمه ډله : دا د حضرت معاویة رض او د حضرت عثمان رض د وارثینو همنظره خلګ وه ، د دوی دا رایه وه چي قصاص باید تر بیعت مخکي واخیستل شي ، په دي صف کي هم ډیر صحابه کرام وه لکه أبوالدرداء او عبادة بن الصامت او عمرو بن العاص رضوان الله علیهم اجمعین. او نور صحابه هم پکښي وه.
څلورمه ډله: دا هغه کسان وه چي بالکل یي یو طرف ته هم تمایل ونکړ ، له ټولو څخه جلا سوه ، په دي صف کي سعد بن أبي وقاص أو عبدالله بن عباس او عبدالله بن عمر او نور صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین شامل وه.
او هغه خوارج چي حضرت عثمان رض یي په شهادت رسولی وو ، سره و پاشل سوه ، بعضې یي د حضرت علي رض سره یو ځای سوه.
حضرت علي رض د بصري مخکینی أمیر عثمان بن حنیف او د مصر قیس بن سعد او د کوفي أبو موسی أشعري رضوان الله علیهم اجمعین ، پر خپلو مسئولیتونو بر قراره پاته کړل ، او هغه والیان چي د حضرت عثمان رض سره یي قرابت درلود هغوی بعضي و حضرت معاویة رض ته و شام ته ورغلل ، او بعضي یي و مکي مکرمي ته یا و مدینه منوري ته ولاړه ، فقط د شام نه بغیر نور ټولو ښارونو د حضرت علي رض سره بیعت وکړ.
حضرت علي رض و حضرت معاوية رض ته دري خطونه ولیږل د بیعت غوښتنه یي ورڅخه کول، حضرت معاویة رض په هر ځل ورته ویل ( دم عثمان قبل المبايعة ، تأخذه أنت ، و إن لم تستطع أخذناه نحن ) د عثمان رض قصاص به تر بیعت مخکي وي ، چي د هغه قصاص دي واخیست بیا به بیعت درسره کوم ، که ته د قصاص اخیستلو توان نلري بیا یي موږ أخلو.
همدا وجه وه چي د شام خلګو د حضرت معاویه رض په مشرۍ د حضرت علي رض سره بیعت ونکړ ، دوی دا نظر درلود چي باید قصاص مخکي واخیستل شي او بیا د حضرت علي رض سره بیعت وشي ، د هغوی نه بیعت کول په دې وجه هیڅکله نوو چي ګواکي حضرت معاوية رض د خلافت طمع لرل ، ځکه چي دی پوهیدی چي حضرت علي رض د شوریٰ د هغه شپږو کسانو څخه دی ، او هغه تر ده حق دار په خلافت سره دی ، مګر سبب د بیعت نه کولو یي فقط د حضرت عثمان رض انتقام مخکي اخیستل وو.
أبو مسلم خولاني وایي چي ما و معاویة رض ته وویل چي ته د حضرت علي رض مقابله کوي أیا ته د هغه مثل او برابر یې ؟ وای ده راته وویل په الله قسم چي زه په دې پوهیږم چي تر ما بهتر دی ، او مستحق د خلافت دی ، مګر تاسي خبر نه یاست چي عثمان په ظلم سره او ناحقه شهید سو ، زه یي د أکا ځوی یم ، وارث یي یم ، د قاتلانو قصاص یي غواړم ، تاسو ورشئ و علي ته ، ماته دي هغه قاتلان په لاس راکړي زه ورته تسلیم یم ، مګر علي رض دا و نه منل ، ځکه چي دده اجتهاد داوو چي په داسي حالاتو کي قصاص باید د مصلحت پر بناء و ځنډول شي.