ماته چپه زندګي خوند راکوي
پۀ زړۀ خفه زندګي خوند راکوي
ما لۀ پتنګ سره یاري کړې ده
په اور لمبه زندګي خوند راکوي
زمونږ تاریخ کې خړ سترګي نشته دی
پۀ سترګه سره زندګي خوند راکوي
دغه غلامه مالداري دې څۀ کړم
بدن خوله زندګي خوند راکوي
مونږه خمار د یار پۀ سترګو مات کړ
مونږ ته نشه زندګي خوند راکوي
یاره د ورځې ملاقات نه تېر شه
پۀ نیمه شپه زندګي خوند راکوي
څاروان د ښار لۀ رنګینیو باغي
د غرۀ زړه زندګي خوند راکوي
@ahmad_safi3