ملي اسلامي اردو یعني د ملي يووالي او اقتدار ستون
نثاراحمد الیاس
ملي اسلامي اردو د هرې اسلامي ټولنې د بنسټیزو ارکانو څخه یوه مهمه برخه ده، چې د ځواک، امنیت او ملي یووالي نښه بلل کېږي. دا نظامي بنسټ نه یوازې د هېواد د پولو او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې مسئولیت لري، بلکې د هغو ارزښتونو، باورونو او اسلامي اصولو انعکاس هم دی چې د انساني کرامت ساتنه او د عدالت پلي کول یې اصلي هدف دی.
ملي اسلامي اردو له یو ساده نظامي ځواک څخه ډېر پراخ فعالیت لري. دا بنسټ د هغو اسلامي ارزښتونو ساتونکي دي چې په قرآن او نبوي سنت کې واضح شوي دي. په یوې ټولنه کې چې بنسټ یې پر اسلامي اصولو ولاړ وي، د ملي اردو ځواکونه باید د عدالت، تقوا او زړورتیا نمونه وي. دا دوهګونی رول، یعنې د هېواد ساتنه او د اسلامي اخلاقو ترویج، ملي اسلامي اردو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.
ملي اسلامي اردو باید د ټولنې د ټولو قومونو او ډلو استازیتوب وکړي. په دې بنسټ کې د بېلابېلو قومونو، ژبو او مذهبونو د استازو ګډون یووالی څرګندوي. دا یووالی د اردو ځواکونه د ټولنې د بېلابېلو برخو ترمنځ د یو پله په څېر جوړوي او ملي یووالی پیاوړی کوي.
د ملي اسلامي اردو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د مسلکي او نظامي معیارونو زده کړو تر څنګ اسلامي اخلاقو ته هم پابند پاتي کېږي. د اسلامي اردو سرتیري او افسران نه یوازې په جګړې کې، بلکې د ولس سره په تعامل او په غیرنظامي ماموریتونو کې هم د اسلامي اصولو، لکه د بشري حقونو رعایت او د اړمنو ملاتړ ته ژمن پاتې کېږي. دا اخلاقي تعهد ملي اسلامي اردو له نورو نظامي ځواکونو څخه جلا کوي.
ملي اسلامي اردو یوازې یو نظامي بنسټ نه دی، بلکې د یووالي، هویت او ملي ځواک نښه ده. د دې بنسټ په فعالیت کې د اخلاقي او اسلامي اصولو په پیاوړتیا سره، نه یوازې ملي امنیت تضمین کېدای شي، بلکې نړۍ ته د دین او نظامي ځواک د تعامل یوه بېلګه وړاندې کېدای شي.
#ملي_اسلامي_اردو