عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM
📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚
حياء څه ده او څنګه د ايمان برخه ده؟
الحمد لأهله والصلاة علی أهلها وبعد :
په نفس کې هغه صفت چې انسان ښو کارونو ته هڅوي او له ناوړه کارونو يې منع کوي حياء ده.
د عيبجنې کړنې سره د انسان انکسار او تغير د حياء تاثير دی.
يعني که څوک داسې کار کوي چې د خلکو ترمنځ عيب ګڼل کېږي نو په حالت کې يې تغير راځي، مخ يې سور شي, يا خوله ورباندي راشي يا يې غږ بدل شي او داسې نور… د لغت له لحاظه دې نفر ته حياناک ويل کيږي.
نو کوم انسان چې حياناک وي منځنی تګ به کوي، نه به ډير اشوړته او عجله وي, او نه به ډير څپن او سست وي؛ کله چې خبرې کوي نو خپل غږ،حرکات او د خبرو طرز به سمبالوي.
خو بې حياء انسان برعکس د هيڅ پروا نه لري، څه چې يې خوښه وي هغه کوي، هرڅه ورته بي تفاوته وي، لکه په يو حديث کې راځي :
«ﺇﺫا ﻟﻢ ﺗﺴﺘﺢ ﻓﺎﺻﻨﻊ ﻣﺎ ﺷﺌﺖ»
که حياء نه لرې نو څه چې دي خوښه وي کوه یې!!
حیاء په شریعت کې د انسان هغې قوې ته ویل کېږي چې انسان له ناړوه ویناو او ناوړه کړنو منع کوي، او د حقدار په حق کې له کوتاهي نه یې را ګرزوي.
لغوي حیاء د انسان طبعي خصلت دی، اما شرعي حیاء زیار، پوهې او نیت ته اړتیا لري.
حیاء انسان اداره کوي ترڅو هرډول نفسي غوښتې ترسره نه کړي, په همدې اداره یې له څاروي سره توپیر راځي؛ څوک چې حیاء نه لري نو له څاروي سره په توپیر کې یې کمې وي.
حياء د خیر په کارونو انسان باعث کوي او له ګناهونو یې منع کوي، د انسان او بدو کړنو ترمنځ پرده ګرزي، انسان له هغو چارو منع کوي چې ورباندي عیبجن ښکاري؛ نو کله چې د حياء تاثیرات همدغه دي طبعي ده چې حیاء یو ګټور او سپیڅلی خصلت دی.
رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فرمایلي دي « الْحَيَاءُ خَيْرٌ كُلُّهُ ». رواه مسلم.
حیاء خالص ګټه ده.
څوک چې د فحش کار اراده وکړي حیاء یې منع کوي; که کوم سپک انسان ورسره سپک چلند وکړي حیاء یې له ورته چلند نه منع کوي; که کوم غریب ورنه څه وغواړي حیاء یې له بې برخې پریښودلو منع کوي، که په مجلس کې ناوړه بحث پیل شي حیاء یې ورسره ګډون کولو ته نه پریږدي، حیاء انسان نه پریږدي چې په بې ګټې کارونو مصروف شي…
په کوم انسان کې چې د حیاء دا ډول تاثیرات موجود وي هغه انسان د «خلق عظیم» څښتن دی.
روايت دی چې یو سړي خپل ورور ته، چې ډیر حیاناک و، سپارښتنه کوله ترڅو له زیاتې حیاء نه ډډه وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «دَعْهُ فَإِنَّ الْحَيَاءَ مِنَ الإيمَانِ» البخاري.
یعني پریږده چې حیاناک وه اوسي ځکه حیاء له ایمان ځینې ده.
امام بخاري روایت کوي چې «الْحَيَاءُ لاَ يَأْتِي إِلاَّ بِخَيْرٍ» یعني حیاء انسان ته (زیان نه رسوي) یواځې خیر ښېګړې ترلاسه کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
«وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإْيمَانِ» رواه مسلم.
معنی دا چې حیاء د ایمان برخه ده.
دا چې حیاء څنګه د ایمان برخه ده داسې یې تشریح کوو:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ایمان په اړه فرمایلي دي :
«أن تؤمن بالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر وتؤمن بالقدر خيره وشره» البخاري.
ایمان دا دی چې د الله جل جلاله په ذات او صفاتو به باور لرې، دا چې هغه په هرڅه عالم دی او په هرڅه قادر دی…
د هغه په ملائکانو به باور لرې چې له نور نه پیدا شوې داسې سپیڅلی مخلوق دی چې هیڅکله د الله له امر نه سرغړونه نه کوي…
د الله په کتابونو او رسولانو به باور لرې چې د بندګانو د رهنمایی لپاره یې مکمل شریعت پکې را استولی دی…
د آخرت په ورځ به ایمان لرې چې ټول خلک به ورپکې راټولیږي، د ښو او بدو کړنو حساب به ورکوي او بیا به یې بدله ترلاسه کوي…
ویلای شو چې حیاء په یادو باورونو یوه نښه ده؛ څوک چې د الله په کتاب او پیغمبر ایمان لري هغه د لازمي کړنو په پریښودو او د نارواو په ترسره کولو ځوریږي، شرمیږي؛ ځکه چې د دې کړنو په اړه سپارښتنې د الله له لوري ګڼي او الله په خپل ځان حاضر ګڼي؛ همدا ایمان دی.
څوک چې حیاء لري هغه د الله نافرماني نه کوي ځکه چې الله حاضر ګڼي او د الله په حضور کې نافرماني نشي کولای همدا ایمان دی.
څوک چې په دې خبره ایمان لري چې په اوږو یې ملائکان مقرر دي، ښه او بد اعمال یې لیکي. نو هیڅکله ناوړه کارونه نه کوي، ځکه چې له هغو ملائکانو حیاء ورځي او د آخرت د حساب نه وېره لري..
او څوک چې په ټولو روا او ناروا کارونو خبر وي، د اوږو په ملائکانو باور لري، د آخرت په ورځ، حساب او کتاب باور لري خو بیا هم ګناهونه کوي نو مطلب دا چې ایمان یې ضعیف دی، د الله تعالی په علم یې پوره باور نشته، د اوږو په ملائکانو یقیني نه دی، د آخرت په حساب پوره باوري نه دی.
اولــــه برخــــــه☝️
دوهـــــم بـــرخــــه👇